افغانستان

د برېښنا شرکت رئیس له اداري فساد سره په جدي مبارزې ټینګار وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د برېښنا شرکت اجرائیوي مشر حافظ محمدامین فاروقي ددې شرکت له مسئولینو سره په یوې ځانګړې ناسته کې له اداري فساد سره په جدي مبارزې ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د برېښنا د ضایعاتو مخنیوی باید وکړل شي.

په دغه ناسته کې ښاغلي فاروقي د برېښنا د جنکشنونو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د برېښنا رسونې او پراختیا او د عوایدو راټولولو لپاره دې د پوروړو پېرودونکو او د ترو(غلا) مزو د برېښنا مزو پرې کولو لړۍ ته دوام ورکړل شي.

د برېښنا شرکت ناسته
د برېښنا شرکت ناسته

نوموړي د خپلو خبرو په دوام د برېښنا مسئولینو ته خبرداری ورکړ، که هر چا په دغو مواردو کې ناغیړي وکړه قانوني چلند به ورسره ترسره کیږي.

د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي د معلوماتو له مخې په دغه ناسته کې ددې شرکت عملیاتي رئیس انجینر صفي الله احمدزي هم له اداري فساد سره د مبارزې په اهمیت رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې همدا مسائل ددې لامل کیږي چې د برېښنا خدمت ټکني کړي.

نوموړي د برېښنا شرکت د مسئولینو او پېرودونکو ترمنځ د واټن لرې کولو لپاره د مامورینو لخوا په شفاف ډول د میرتونو ویل لازمي بللي او ټینګار یې وکړ چې له سرغړوونکو سره باید قانوني چلند وشي.

د برېښنا شرکت رهبري په داسې مهال له اداري فساد سره په جدي مبارزې ټینګار کوي، چې له تیرو څو ورځو راهیسې ددې شرکت لخوا د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد په ګڼو ولایاتو کې د برېښنا لسګونه ترو مزي او باقي لرونکي میترونه پرې شوي او دا لړۍ لاهم روانه ده.

عام خلک او د برېښنا پېرېدونکي د برېښنا شرکت له وروستیو اقداماتو خوښي ښکاره کوي او زیاتوي چې د پخوا په پرتله یې د برېښنا په مصرفیو کې یوه اندازه شفافیت رامنځته شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx