افغانستان

کابل کې يو برتانوی عيسوي په اسلام مشرف شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ سلواغه، ۱۴۰۰ل): په کابل کې يو تن برتانوی عيسوي چې له نږدې څلوېښت کلونو راهيسې يې افغانستان ته په بېلابېلو وختونو کې سفرونه کړي ، نن د اسلام په مقدس دين مشرف شو.

دغه نوی مسلمان چې پخوانی نوم يې کرسټوفر و د لندن اصلي اوسېدونکی دی چې اسلامي نوم يې محمد عيسی کېښودل شوی دی اونن د اطلاعاتو او کلتور معين ښاغلي ذبيح الله مجاهد په لاس د اسلام په مقدس دين مشرف شو.

نوموړی وايي چې له تېرو څلوېښت کلونو راهيسې يې زړه و چې د اسلام مقدس دين ومني خو په وينا چې جرئت يې نشو کولی او اوس ورته د سمې لارې هدايت وشو.

ښاغلي محمد عيسی هيله درلوده چې د ښاغلي ذبيح الله مجاهد په لاس اسلام ومني او په وينا يې چې نن يې دغه ستر ارمان پوره شو او نوی ژوند يې پيل کړ.

په نني مجلس کې ښاغلي محمد عيسی ته لارښوونه وشوه، چې اسلامي احکامات زده کړي او په ژوند کې يې عملي کړي.

ښاغلی عيسی په ۱۹۶۶ ميلادي کال کې په لومړي ځل افغانستان ته راغلی و او دلته يې د افغانانو په ژوند يو مستند فلم هم جوړ کړی و.

بايد وويل شي چې په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې د ايوان ريډلي په نامه يوه ژورناليسته هم د طالبانو له لوري نيول شوې وه او لس ورځې له طالبانو سره زنداني وه چې وروسته بيا مسلمانه او اسلامي نوم يې مريم کېښودل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

الحَمْدُ للهِ حَمْدًا كَثِيرًا طَيِّبًا مُبَارَكًا فِيهِ، غَيْرَ مَكْفِيٍّ،

طوطی

یو مو مسلمان کړ خو بیا بلی خوا ته مو د سلګونو نورو زړونه له مسلمانی څخه بیزاره کړل. دا څرنګه حکومت مو جوړ کړ؟ ما فکر کاوو چی د امارت په راتلو سره به نور د مهاجرت شپی او روځی به ختمی شی ټول به خپلو کورونو ته ځو وطن به مو آبادیږی، ارزانی او فراوانی به راځی خو هر څه برعکس شول.

ځیرک څارونکی

الله اكبر الحمدلله؛ الله دې وکړي چي د زړه له صدق ئې ایمان راوړی وي ترڅو په ایمان ورته استقامت نصیب شي داسې نه چي د کاسې لاندي نیمه کاسه وي.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x