نړۍ

پاکستان يو ځل بيا پر کونړ ولايت يو نيم سل توغندي ويشتلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د هېواد په ختيځ کې،د کونړ ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې پاکستاني پوځيانو يو ځل بيا د دې ولايت پر سرحدي سېمو ۱۴۱ راکټي بريدونه کړي دي.

د کونړ امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخيلي له رسنيو سره په خپلو څرګندونو کې و ويل، چې پاکستاني پوځيانو بيګاه د شپې له اتو د سهار د اتو بجو پورې د کونړ ولايت په مرورې او دانګام ولسواليو ۱۴۱ توغنديز بريدونه تر سره کړي دي.

د سيدخيلي په وينا، په دې ټولو بريدونو کې چاته ځاني زيان نه دی اوښتی؛ مګر ولسي خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستاني پوځيان پر افغان خاوره راکټي بريدونه کوي، بلکې له دې وړاندې هم څو څو ځله پاکستاني پوځيانو د کونړ او نورستان ولايتونو پر ګڼو ولسواليو راکټي بريدونه کړي او خلکو ته يې پکې مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

افغان چارواکو په دې اړه څو واره پاکستان ته خپل احتجاجونه کړي؛ خو تر دې دمه لا هم نه دي توانېدلي، چې د پاکستاني پوځيانو د راکيټي بريدونو مخنيوی وکړای شي.

بل پلو پاکستاني چارواکي هم ورته ادعا کوي. دوی وايي، چې د افغانستان له خاورې پر پاکستاني پوځيانو بريدونه کيږي او په دې اړه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت څو ځله افغانستان ته خپل احتیجاج کړی دی.

تېره اوونۍ هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت افغان سفير ورغوښتی و او په دې اړه يې يو احتیجاجي ليک ورکړی و.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې تسنيم اسلم وايي، چې د افغانستان له خاورې تل پر پاکستاني پوځيانو بريدونه کيږي او افغانستان بايد د نوموړو بريدونو په مخنيوي کې مرسته وکړي او پرې نه ږدي، چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بريدونه وشي.

د افغانستان او سيمې د چارو کارپوه رحيم الله يوسفزي څه موده وړاندې نن ټکی اسيا ته په خپله مرکه ويلي و، چې پاکستاني پوځيان د افغانستان ختيځ کې دغه شان بريدونه هغه مهال کوي، چې د افغانستان له خاورې پر پاکستاني پوځيانو بريدونه وشي.

ښاغلي يوسفزي زياته کړه، چې پاکستاني طالبان د ډيورينډ کرښې له هغې غاړې پر پاکستاني پوځيانو بريدونه کوي؛ نو دوی خو بيا پر هغه ځای نه پاتې کيږي او د پاکستاني پوځيانو په بريدونو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

ښاغلي يوسفزي زياته کړه، چې پاکستاني طالبان له داسې ځايه بريدونه کوي، چې د افغان حکومت له کنټروله بهر ده، مګر د پاکستاني پوځيانو په توغنديزو بريدونو کې بيا ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، چې دا کار مناسب نه دی.

د ښاغلي يوسفزي له قوله پاکستان ښايي دا بريدونه د دې لپاره کوي، چې پر افغان حکومت فشار راوړي تر څو د افغانستان له خاورې پر پاکستان د بريدونو مخنيوی وشي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وړمه ورځ پاکستان ته ګواښ وکړ، که د افغانستان په خاوره يې خپل بريدونه ونه درول، نو افغانستان به مجبور شي، چې د پاکستان پر ضد پوځي ګامونه پورته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x