
مولوي احمد د هرات د نظامي محکمې د رئیس په توګه وټاکل شو
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ سلواغه، ۱۴۰۰ل): په محاکمو کې د ګومارنو په دوام د هرات په نظامي محکمه یو لړ ټاکنې شوې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، چې مولوي احمد د هرات زون د نظامي محکمې د رئیس، مولوي رازمحمد مصدق او مولوي عبیدالله د قاضیانو په توګه ګومارل شوي دي.
نوموړي داسې لیکلي: «د عالیقدر امیرالمؤمنین د فرمان په اساس د هرات زون په نظامي محکمه کې لاندې ټاکنې شوې:
۱ـ محترم مولوي صاحب احمد د هرات زون د محکمې د رئيس په توګه.
۲ـ محترم مولوي صاحب رازمحمد مصدق د قاضي په توګه.
۳ ـ محترم مولوي صاحب عبیدالله د قاضي په توګه.
۴ـ محترم شیخ مولوي معاذ الله صاحب د مفتي په توګه.
۵ـ محترم مولوي صاحب سیف الله د مفتي په توګه.
۶ـ محترم مولوي صاحب محمد د محرر په توګه.
۷ـ محترم مولوي صاحب محمدعوض سعید د هرات زون د نظامي محکمې د قومندان په توګه وټاکل شو.»
باید وویل شي چې تردې وړاندې هم د هېواد په سترې محکمې او نورو محاکمو او دیوانونو کې د قاضیانو، مفتیانو او نورو قضائي کارکوونکو ټاکنې د اسلامي امارت د مشرتابه لخوا ترسره شوي دي.
پاکستان خپله يوپنځوس (51) زړه نسخه د مفتي محمود د حکومت پر موږ راوتپله. بوټو يې ايالتي حکومت د برتانيا په مشوره ور وران کړ او ايالتي پارلمان يې ورته ورمنحل کړ. اګر چې مفتي محمود په ظاهره پلمه د بلوچستان لپاره د انصاف کوله، خو په اصل کې وفاقي حکومت پرې معاشونه ودرول او خوراکي مواد يې پرې له پنجاب څخه بند کړ، نو د مفتي حکومت بالاخره ونړول شو. پاکستان چې د مفتي محمود حکومت 51 کاله مخکې د خپل يو ايالت لپاره نه شو زغملی، نو نن په 21 مه پېړۍ کې څنګه د طالبانو حکومت پر… نور لوستل »
نه پوهیږم چي ددې چټیاتو د لیکلو لپاره به دې څومره سوچ وهلی وي، افسوس دې ستا په حال وي چي لاره در نه ورکه ده او په اوتوبوتو او ګډووډو سر ئې او د اسلام دښمني له خپل نقاب نه پرده پورته کوي په اصل کې ستاسو مشکل له اسلام سره ده پاکستان مو هسی حیله او بهانه د ځان لپاره ګرځولي.