په المغرب کي د فوځي الوتکي را لویدو له کبله ۸۰ کسه مړه شوي دي
نن ټکی آسیا: نن د سی شنبې په ورځ د المغرب هیواد یوه فوځي الوتکه را غورځیدلي، او د رسمي سرچینو له قوله په کښي ۸۰ کسه وژل شوي دي.
ویل کیږي چي الوتکه په غرنی سیمه کې د هیواد د پلازميني الرباط په جنوب کي ۸۳۰ کیلومتره لیري د (جبلیه) په سیمه کي د هوا د خرابوالي له کبله را غورځيدلې.
دا الوتکي را غورځیدني دا پيښه په المغرب کي د هیواد په تاریخ کي تر ټولو بده پيښه بلل شوې،
او د المغرب پاچا محمد السادس د فوځي ځواکونو د مشر په توګه د وژل شویو کسانو کورنیو ته تعزیت کړی.
ویل کیږي چي دغه الوتکه په جنوب کي د (اغادیر) او (العیون الداخله) تر منځ په پرواز بوخته وه، چي د (جبلیه په سیمه کې د خرابي هوا له وجي د (سایرت) په نامه غره کي ولګیدله، چي د غلمیم په نامه د ښاره سره لس کیلومتره لیريوالی لري.
د الوتکي په اړه ویل شوي چي ( هر کولیس-سي ۱۳۰) نوعه الوتکه وه، او په اتیا کسانو کي تر لسو عامو ولسي خلکو څخه ماسیوا نور ټول فوځي چارواکو په کښي سفر کوی.
د المغرب یو فوځي چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چي دغه الوتکه په خاصه توګه د عسکرو او د هغو د کورنیو د لیږدولو لپاره د فوځ په استعمال کي وه.