افغانستان

هرات کې د بمي چاودنې له امله ۷ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ سلواغه، ۱۴۰۰ل): په هرات ښار کې د مسافرو په یو بس موټر د بمي چاونې له امله لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي دي.

سیمه ییزې سرچینې وايي، نن ماښام شاوخوا شپږ نیمې بجې د هرات ښار ۱۲مې امنیتي حوزې اړوند حاجي عباس سیمه کې پر یو مسافروړونکي بس موټر چاودنه شوې. د سرچینو د معلوماتو له مخې په دغې چاودنه کې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د هرات امنیه قومندانۍ مسئولینو که څه هم تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي؛ خو د هرات د حوزوي روغتون رئیس ډاکټر محمدعارف جلالي باختر خبري آژانس ته څرګنده کړې چې د چاودنې له ځایه اووه جسدونه او ۹ ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.

تراوسه دا څرګنده نه ده چې چاودنه څرنګه او د چا لخوا رامنځته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx