دیني، سیرت او تاریخ

کفار ولې اسلام قبلوي؟

علي الله متوکل الرحمن

سلګونه او زرګونه دلایل دي چې غیر مسلمان يې دې ته هڅولي تر څو د اسلام مبارک دین ته مخه کړي. اسلام هغه کامل او شامل دین دی چې د بنده ګانو د چاپیریال هرڅه يې څېړلي، که هغه اقتصاد، سیاست، شخصي اړیکې، خپلوي، مادي او که معنوي څه دي. نو کله چې دوی د مسلمانانو د ژوند چارو ته وګوري یا خو ورسره د مینې په خاطر هغه قبول کړي او یا خو د اسلام څخه د نفرت او د رسنیو په تاثر په هغه کې د نقص پیدا کولو په خاطر د هغه مطالعه وکړي چې په دواړو حالاتو کې دوی خپل ځان اسلام ته تسلیم کړي. د اسلام سره په محض معرفت د اسلام یو درسته مطالعه شروع کوي چې وروسته د سپیڅلې لارې څرک مومي.

د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ژوند، د قران نه تحریف، د امت مسلمه لخوا مخکیني انبیاوو باندې ایمان، د اسلام او ساینس تر منځ اړیکه، په خپلو ادیانو کې د خرافاتو څخه ستړیا، درست اخلاقي او ټولنیز نظام درلودل، د غیر مسلمانو د لاجوابه پوښتنو جوابونه، د اقتصادي ستونزو حل، د ښځو خوندیتوب، ځانګړی عدالت، د مسلمانانو په ژوند کې د اسلام د احکامو ظهور او دې ته ورته ډیر دلایل موجود دي چې په مټ يې نن هره ورځ د بېلو ادیانو څخه خلک مسلمانان کیږي، خو موږ به دلته له یو څو څخه بحث وکړو.

د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ژوند:
د خیر البشر حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) ژوند دومره معجز او له پنده ډک دی، چې غیر مسلمان يې په مطالعه کولو تر تأثیر لاندې پریوځي، د هغه اقوال، د دعوت عجیب اسلوب، اخلاق، رویه، د اصحابانو سره ناسته پاسته، د مېرمنو سره ژوند، مشرتوب، عادلانه پریکړي، د امت سره بې کچې مینه، فوځي تکتیکونه، فصیح کلام، نوراني څهره او بې شمیره معجزې یې همیشه پر زړونو حکومت کوي.

نوی مسلمان سوی ورور یوسف دربېشیر وایي: ” ما د یو کتاب چې نوم يې”د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) ژوندلیک ” و او د برنابي روګرسن لخوا لیکل سوی، مطالعه کړ، د کتاب لومړۍ صفحه مې ولوستله ډېره په زړه پورې وه، دوهمه صفحه مې را شروع کړه هغه تر اولې هم په زړه پورې وه، نو مې راونيوه او په لوستلو مې يې شروع وکړه. د کتاب له پای ته رسولو سره سم مې دا وغوښتل چې زه باید ډېر په اسلام پوه سم نو ځکه یو مسجد جامع ته ولاړم او امام ته مې وويل چې زه غواړم په اسلام نور هم پوه سم. د مسجد جامع امام راته په لنډو ټکو وویل چې په اسلام د پوهیدو لپاره دا غوره لاره ده چې اسلام راوړې، ما هم بغیر له ځنډ او دوهم ځل فکر کولو څخه د شهادة کلیمه أَشْـهَدُ أَنْ لا إِلـهَ إِلاّ الله ، وَأَشْـهَدُ أَنَّ مُحَمّـداً عَبْـدُهُ وَرَسـولُه وویل او د اسلام عظیم نظام ته مې خپل ګامونه داخل کړه. ”

د قران کریم حفاظت:
قران د اسلام تر ټولو لویه معجزه ده، د تېرو څوارلس سوه کلونو په ترڅ کې يې هیڅ تغیر نه دی لیدلی او نه هم د کوم تحریف شاهد پاته سوی دی چې پدې حقیقت د اسلام لوی دښمن هم اعتراف کړی دی ځکه الله (جل جلاله) يې د ساتنې او حفاظت وعده کړې ده او د تل لپاره به همداسې ژوندی، کامیابه، فصیح، بلیغ، هادي، برهان او بغیر له تحریف څخه پاته وي:
إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ ژباړه: قران موږ نازل کړی دی او موږ په خپله ددې ساتندویان یوو.

کله چې غیر مسلمان ګوري چې انجیل او نور ورته کتابونو وخت په وخت د تاریخ په اوږدو کې تغیر موندلی او مومي يې نو د خالق کلام ورته نه ښکاري او نه هم ورته د قبول وړ ګرځي، نو د یو داسې دین پر لور را مخه کړي په کوم کې چې د خلکو د هدایت، لارښوونې، اسانۍ او د زړونو د پاکۍ او تزکیې لپاره د واحد، لایزال او بې نیازه الله (جل جلاله) کلام موجود وي او خلکو ورباندې خپلې منګولې ټینګې کړي وي.

پر مخکينیو انبیاوو زموږ ایمان:
موږ ته له ماشومتوبه راښودل سوي چې پر انبیاوو ایمان ولرو، د هغوی احترام وساتو او کتابونه يې ومنو، که څه هم د قران په راتلو ټول سماوي ادیان منسوخ سوي دي. بیشکه چې پیغمبران او رسولان علیهم السلام ددې لپاره رالیږل سوي چې انسانانو ته هدایت وکړي، د جهالت له تاریکیو څخه يې د رڼا لور ته سوق کړي او د خلقت هدف ته يې متوجه کړي.

پیغمبران معصوم دي، د الله (جل جلاله) مطیع بنده ګان دي او ټولو د واحد خالق رب العلمین (جل جلاله) لوري ته دعوت کوي، دا ټول هغه څه دي چې موږ ورباندې عقیده لرو. کله چې غیر مسلمان دا ټکي ته متوجه سي نو پوه سي چې اسلام د الله (جل جلاله) دین دی او قبول يې کړي.

د اسلام او ساینس اړیکه:
ساینس نن هغه څه دی چې کوښښ کوي خپل د پاخه عمر پړاو ته ژر ځان ورسوي، هر څه يې څېړلي، علاجونه يې موندلي، د فضا څار يې کړی او لا ورځ تر بلې جالب اسرار، اندونه او حقیقتونه مومي.

ساینس چې هر قدم مخته ځي د اسلام حقانیت لا روښانه کیږي؛ اسلام د انشقاق القمر یعنې د سپوږمۍ دوه ځایه کیدو خبره کوي ساینس يې نن موږ ته تصویرونه راښکاره کوي، ساینس د تالندې په هکله هغه خبرې کوي کوم چې قران ور څخه فصیح بحث کوي، قران د مځکې ټیټه برخه راښيي کوم چې ساینس نن وموندل او به هغه وخت اسلام د ژوند جوهر بللی وي چې لا ساینس دا نه وه پتیله چې د اکسیجن او هایدروجن مرکب دی، د صحت په هکله قران هغه وخت خپل حقایق را وړاندې کړي وه چې لا طب د خلکو په فکر کې نه و، بادونه، وریځې او بریښناوې نن د ساینس موضوع ګرځول سوې حال دا چې اسلام ورڅخه څوارلس سوه کاله پخوا خبرې کولې، دا او دې ته ورته ساینسي حقیقتونه هغه څه دي چې لار ورکي دې ته هڅوي تر څو د اسلام دین قبول کړي.

د ښځو خوندیتوب:
ښځه د بشر کمزورې، عاجزې، د پاک زړه څښتنې او د مور څهرې ته وايي؛ هغه څهره چې تاریخ يې د مظلومیت، خوارۍ او مشقت انځور زمونږ په مخکې ږدي، هغه وخت در یاد کړئ چې عربانو به ژوندۍ ښخولې، پخواني چنایانو به د مځکې پر مخ بې ارزښته مخلوق بللې او ځني اقوام خو پدې فکر وه، چې ایا ښځه روح لري که یا؟ په انسانانو کې راځي که یا؟
غرب، سیکولران او ډیموکراټان خو اوس په ښځو کار کوي؛ مزدوری پرې کوي، پر سړکونو ټکسیان پرې چلوي، په فابریکو کې درانه کاټنان پرې پورته کوي، د لوړو تعمیرونو رنګمالي پرې کوي، په دفترو کې خپلې غلطې استفادې ورڅخه کوي او ماښام يې په نڅا ځایونو کې بربنډې رقصوي خو د مارچ پر اتمه يې په غونډو کې په یو څو ناچیزه الفاظو خطاباسي، د ګلونو ګیډۍ او تحفې ورکوي او ماښام بیرته د وینځې کار ور څخه اخلي.

اسلام ښځه د عزت څښتنه کړه، د حیا پړونی يې پر سر وروغوړوي، تر قدمو لاندې یې جنت ورکېښود، د مینې سمبول، د ژوند سمون، د ایمان تکمیل او د پلار لپاره يې رحمت ونومول او تر ټول ها خوا د نارینه د زړه ارام او کور ودانه کړه.

اوس ووایاست ایا اسلام پر ښځه دومره حق نه لري چې هغه دې خپل د ښایست او حیا پر مرکز (مخ) ټیکری وغوړوي؟ حال دا چې دا ټیکری هم ددې د ګټې لپاره دی. راسئ له یو لوی تحقیق نه مو خبر کړم؛ په هندوستان کې هره ورځ تر۹۰ زیاتې د جنسي تیري پېښې رامنځته کیږي (یعنې تقریباً په هرو ۲۲ دقیقو کې یو جنسي تیری) چې له دې جملې څخه په هرو لسو پېښو کې یوازې یوه پیښه محکمه کې ثبت کیږي او د ټولو ثبت سوو پیښو څخه یوازې ۲۵٪ حل کیږي او مجرم يې سزا ویني یعنې د جنسي تیري په هرو ۹۰ پېښو کې په اوسط ډول یوازې درې تنه د خپل جرم سزا ویني. که چېرې ښځې په کورونو کې کیني او د کور څخه بهر حجاب پالنه وکړي، ایا دا ناخوالې به له مینځه نه وي تللي؟

کله چې غیرمسلمان پر حجاب د اسلام ټینګار ویني نو هغو دې ټکي ته په پام سره د حجاب څېړنه کوي او په پایله کې د حجاب پر ناپایه ګټو او اسرارو وربرابریږي، د اسلام پر لور رامخه کوي او د وحشت، بې عفتۍ او بې عزتۍ له ژوند سره خدا حافظي کوي او ځان ته د برم، عزت، سکون، مینې، احترام او ډاډ دین خوښوي. نوې مسلمانه سوې خور ” تسنیم ” د یو عیسوي پوهنتون په منځ کې حجاب پالي، یوه ورځ يې د پوهنتون د تګ په وخت کې له موره وپوښتل چې کوم رنګ حجاب را سره ښه ښکاري؟ مور يې ورته جواب کې وویل ته بې حجابه ښه یې.

تسنیم د حجاب څخه په دفاع کې مور ته وویل: “دا ستا خبرې ماته د منلو نه دي، حجاب زما د روح ارامونکی دی، ته باید په دې پوه سې چې زما په زړه کې اسلام دی”.

او ددې په وینا دا د الله (جل جلاله) یوه لویه مهرباني ده؛ هغه مور چې زما د حجاب خلاف وه یوه میاشت بعد يې راته یو زرغون حجاب په تحفه کې راکړ.

موږ ولې خپل قیمتي شیان خوندي ساتو، پیسي پټوو او هغه څه چې مو ډیر خوښ وي د المارۍ او میز تر جابو يې رسوو؟ بس په دغه دلیل موږ خپلې ښځې د حجاب په پردو کې ساتو.

د لاجوابه پوښتنو جوابونه:
موږ الحمدلله مسلمانان یوو، قران، نبوي حدیث او د کلي امام موږ ته هرڅه بیانوي. که کوم شک راته پیدا سي موږ پوهوي، د قران و صفحو ته مو وربولي او د حدیثو د بڼ سیل او نظاره راباندې کوي نو ځکه مو درملنه وسي.

هغه خلک چې یا خو دین نه لري یا د تحریف شوي دین تر شا ولاړ دي هغوی د یو عاَلم پوښتنو سره بیدیږي او راکښیني، که لږ پوه وي نو د خپلو پوښتنو په جواب پسې ګرځي او که نه وي نو بیا خپل ماغزه خوري. غیرمسلمان خپل ذهنونه ګډوډ کوي تر څو پوه سي چې موږ دلته څه کوو؟

موږ ولې دلته یوو؟
خدای ولې انسانان پیدا کړل؟
پر خاورینه کره زموږ هدف څه دی؟
ستوري، کهکشان او دا هر څه، څه شی دي؟
لمر ولې را پورته کیږي او لویږي؟

تردې چې دا او دې ته ورته پوښتنې يې هره ورځ ځوروي. نوې مسلمانه سوې خور ” تسنیم ” وایي:” ما به همیشه له خپلې انا څخه پوښتل چې موږ ولې د تصویر په وړاندې غزلې وایو او د یو داسې چا عبادت کوو چې هغه خدای نه دی؟ زما د سوالو جواب نه و، تر څو زما ذهن پر ارامه سي او د تشویش غوټه مې وشکیږي. نو زه مجبوره کړل سوم تر څو د کوم بل دین مطالعه وکړم او هلته خپل د سوالو جوابونه ولټوم”.

تنسیم اول هندویزم او بودایزم مطالعه کړل، چیرې چې ددې سوالونه تر هغه ډیر او تشویشونه، ذهني ګډوډي، روحي فشار او ګنګسیت يې تر هغه لا څو برابره سو. دا وایي: “هندویزم او بودایزم ته مي خپله توجه واړوله خو څه مې ترلاسه نه کړل، تردې چې اړه سوم اسلام مطالعه کړم، اسلام مې یو مکمل او بشپړ دین وموند او الحمدلله پدې وتوانیدم چې اسلام قبول کړم. اوس هره ورځ زه یو نوی څه په اسلام کې پلټم او د اسلام هر حقیقت واضح او اسانه دی”.

اسلام د عدالت دین دی:
د حق خاوند ته د حق ورکول عدل بلل کیږي. په اسلام کې د خان او مسکین، د دوست او دښمن، د قریب، دوست، نژدې او د لرې هیڅ توپیر نسته. حق، حق دی او هر څوک باید د خپل حق څښتن شي او دا د عدل اصلي معنا او جوهر دی.

اسلام د نړۍ پر مخ د وحشت د پورته کولو، د عدل او عدالت د دنګو ماڼیو او هسکو دیوالونو دین دی. هرڅوک د خپل عمل سزا ویني، الله (جل جلاله) پر ځینو ګناهونو سزا مرتبه کړې ده او ځني يې بیا بندګانو ته (تعزیري جزاوي) ور پریښي چې هغوی ورته سزا وټاکې. سزا ددې لپاره چې د نړۍ له مخه ظلم، تیری او وحشت کډه وکړي. الله (جل جلاله) فرمایي: وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَاْ أُولِيْ الأَلْبَابِ (سورة البقرة)

ژباړه: او سته تاسې لره په قصاص کې ژوند، ای د عقل خاوندانو. یعنې د قصاص حکم ددې لپاره سوی دی چې وینې تویول، ظلم او بربریت له منځه ولاړ سي په مقابل کې يې امن، استقرار او د وینې د ساتلو حق خوندي سي. که څه هم د قاتل وژنه داسې یو سزا ده چې نفس پکې له منځه ځي، خو ځکه یې حکم سوی دی، چې د خلکو لپاره د ژوند او وینې ساتلو ګټه او مصلحت پکې پروت دی (نو بیا به د یوه انسان پر ځای د مدعی له کبله پنځه او لس نه وژل کیږي)، پدې سره عدالت قایمېږي او خلک به پداسې ټولنه کې ژوند کوي چې د انصاف لویه بېلګه به وي.

که چیرې قاتل ته قصاص ور نه کړل سي نو قاتل به د نورو قتلونو جرئت هم وکړي او دده ترڅنګ به د ټولنې نور افراد هم د انتقام کوښښ او فکر وکړي او که د قتل په مقابل کې قصاص وي نو ټولنه به د قتل کولو څخه لاس واخلي:
الله (جل جلاله) فرمایي: لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ (سورة الحدید: ۲۵)
یعنې په تحقيق سره موږ رسولان استولي، له نښو نښانو سره او له دوی سره مو کتاب او ميزان هم واستاوه، چې خلک په عدل او انصاف قايم سي.

د پښتو ژبي خوږ ژبی شاعر، عالم او د نثر پر اسمان ځلیدونکی ستوری ارواښاد ګل پاچا الفت (د ټولنې په جوړښت کې د اسلام نقش) په کتاب کې وایي: ” د اسلام عدلي او قضايي برخه د اجتماعي نظام په حيث د انسان سر او مال، کرامت او حريت مصؤن ګڼي او د حقوقو حفاظت يې کوي، د ظلم او ضرر مخه نيسي، فتنه او فساد محکوموي، جنايت او خيانت، فحشا او منکر د جزا وړ بولي او عدالت د شرعي احکامو په کامل او صحيح تطبيق تامينوي.”

نن چې نړۍ د نړیوالو حقوقو لپاره نارې وهي، هڅې کوي او دوري دوري منډې وهي لدې ټولو څخه مراد د دوی په آند نړیوال عدالت دی او اسلام د نړیوال عدالت یوازینی حامي دی، قران کریم د نړیوال عدالت په هکله فرمایي: وَلَا يَجرِمَنَّكُم شَنَآنُ قَومٍ عَلَى أَلَّا تَعدِلُوا اعدِلُوا هُوَ أَقرَبُ لِلتَّقوَى … (المائدة ۸)
ژباړه: د يوه قوم سره بغض (يا دښمني) دي تاسو دې ته نه اړ باسي، چې عدالت نه کوي، عدالت و کړئ؛ (ځکه) دغه (عدالت) تقوى ته ډېر نژدې دی.

دا اسلام دی چې خپل پلویان و نړیوالو حقوقو یا نړیوال عدالت ته هڅوي، که نه نو کفري نړۍ خو یو د بل پښي کاږي، د عدالت په نوم ظلم کوي، د بیلګې په ډول متحده ایالات اټوم بم لري خو نورو هیوادونو ته بیا دا حق نه ورکوي او د شمالي کوریا د جنجالونو خو موږ هره ورځ شاهدان وو.

بس یوازینی دین اسلام دی چې فرد، ټولنه، هیواد او ټولو نړیوالو ته خپل د عدالت پیغام ږدي.

کله چې غیرمسلمان دې ټکي ته متوجه سي نو د اسلام حقانیت، عدالت او ښه والی په سترګو وویني او د اسلام په قبلولو سره ځان د عدالت د نظام پلوی کړي.

د بني مخزوم د قبیلې یو ښځې غلا وکړه او اسامه بن زید رضی الله عنه د هغې د شفاعت لپاره سیدنا حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) ته ورغلی، رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ورته وفرمایل: آیا د الله (جل جلاله) له حدودو څخه په یو حد کې شفاعت کوي؟ پخواني خلک ځکه هلاک سوه، کله چې به د دوی شریف سړي غلا وکړه هغه به يې پرېښود او که به کمزوري او بیچاره سړي غلا وکړه نو حد به يې ورباندې جاري کړ او په خدای قسم کوم، که د محمد لور فاطمه غلا وکړي، نو خامخا به مې لاس ور پرې کړی وای. (بخاري)

د اسلامي شریعت قوانین او د انسان په لاس جوړ کړي قوانینو یو لوی توپیر دا دی چې د الهي قانون په پلي کېدو سره جرایم کمیږي، خو د انساني قوانینو په پلي کیدو سره جرایم نور ډيریږي چې غربي نړۍ یې ښه مثال دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx