ټولنیزه برخه

حوصله دنګه وساتئ او زړه لوی کړئ!

زهير سپېڅلی

هر انسان غـواړي، چې پـه خپلو چارو کې بريالی وي او پرمختګ پکې وکړي.
هر څوک د پرمختګ کوښښ کوي او دا يې هيله وي، ورځ تر بلې ښه شي.
موږ بايد دا زده کړو، چې څومره پر خپل پرمختګ خوشحالېږو، هغومره د نورو پرمختګ ته هم خوشحاله شو.
د هيچا پرمختګ زموږ د پرمختګ خنډ نه دی.
که مو د بل پر برياليتوب او پرمختګ زړه خوړ، موږ هم مخته نشو تلای.
که مو د بل لارې ورانولې، زموږ لارې به هم ابادې پاتې نشي.
د هيچا پر بريا او پرمختګ مه خفه کېږئ!
له دې ناوړه ناروغۍ ځان وساتئ!
نيت پراخ کړئ!
حوصله دنګه وساتئ او زړه لوی کړئ!
د نورو په بريا کې خپله بريا ووينئ!
داسې مه کوئ، چې د بل په ناکامۍ کې خپله کاميابي غواړئ!
که واقعاً د يو چا پر، پرمختګ وياړئ او خوشحالېږئ؛ په رښتيا يې ستاينه وکړئ او په اخلاص يې تشويق کړئ!
که په زړه کې يې پرمختګ نشئ زغملای، زړه ورته خورئ؛ مهرباني وکړئ، مصنوعي تشويق ته يې لاسونه مه پړکوئ! د موقتې خوشحالۍ لپاره يې کاذبه او دروغجنه ستاينه مه کوئ!
څه چې کوئ، په ښه اخلاص او صداقت يې وکړئ! حتی په دښمنۍ کې هم اخلاص خوند کوي.
ـــــــــــــــ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx