افغانستان

د يوه بندي د وژنې په تور د ښېوې ولسوالۍامنيه قومندان او جنايي آمر په شمول ٧ کسان نيول شوي 

نن ټکی اسیا (يکشنبه،  ٣ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ امنيه قومندان او جنايي آمر په شمول يې ٧ کسان د يوه بندي د قتل په تور نيولي دي.

د کورنیو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د دوى د څېړنو موندنې ښيي چې د ښېوې ولسوالۍ امنيتي مسوولينو د فيض الله په نوم يو تن تر شکنجې لاندې وژلى دى.

ياد وزارت زياته کړې چې د يادې ولسوالۍ امنيه قومندان او جنايي آمر په شمول يې ٧ کسان نيولي دي او قضيه يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلې ده.

د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې د ننګرهار امنيه قومندان د وژل شوي کورنۍ ته ورغلی او د خواخوږۍ ترڅنګ یې ژمنه کړې چې په مجرمینو به شرعي حکم تطبیقیږي.

د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د ننګرهار د ښیوې ولسوالۍ اړوند يوه سیمه کې د عزيزالرحمن په نوم د يو تن  مړ جسد پيدا شو.

د عزيزالرحمن کورنۍ  د ښیوې ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ کې د دغې ولسوالۍ په اوسیدونکو  رحمت الله، عبدالمجید او  فیض الله خلاف دعوه وکړه.

د راپورونو له مخې د ښیوې ولسوالۍ امنیه قومندانۍ دغه کسان ونيول، او د تحقيقاتو پر مهال يې دوى شکنجه چې له کبله يې د عبدالمجید نومې يو تن  تر شکنجې لاندې سا ورکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx