ورزش

نولس کلنو نړیوال جام: افغانستان زمبابوې ته په ماتې ورکولو کواټر پایلوبې ته ووتله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغانستان نولس کلنې لوبډلې زمبابوې نولس کلنې ته د نړیوال جام په دریمه لوبه کې د ۱۰۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه او کواټر پایلوبې ته یې لار وموندله.

د افغان نولس کلنې په بریا کې د لوبډلمشر سلیمان ساپي او ننګیالی خروټي کارکردګي د پام وړ وه، چې سلیمان سلیزه جوړه کړه او ننګیالي د نیمه سلیزې ترڅنګ څلور لوبغاړي وسوځول.

د یادې مهمې لوبې پچه سلیمان ساپي وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، افغان لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د شپږ لوبغاړو په سوځېدلو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف وټاکه.

د افغان توپ وهونکو له برخې سلیمان ساپي ۱۱۱، ننګیالۍ خروټي ۵۰ او محمد اسحاق په وروستیو کې ۳۹ منډې جوړې کړې.

د هدف په تعقیب کې د زمبابوې نولس کلنو له ښه پېل وروسته پرلپسې ویکټې له لاسه ورکړې، او له پېلیز لوبغاړي «میتیو ویلچ» پرته یې هیڅ لوبغاړي د پام وړ توپ وهنه ونکړه چې په پای کې یې ټوله لوبډله په ۱۵۲ منډو وسوځېدله.

په افغان توپ اچونکو کې ننګیالی خروټي خپلو لسو اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي یې وسوځول، دغه راز شاهد الله حسني او اظهار الحق نوید ۲-۲ او نور احمد یوه ویکټه واخیستله.

د افغان نولس کلنو لوبډلې د نړیوال جام کواټر پایلوبو ته لار وموندله، چې د سریلانکا نولس کلنو سره به د جنوري په ۲۷ د پنجشنبې په ورځ مخامخ کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx