افغانستان

امريکا خپلو ۱۰۰۰ ژباړونکو ته په ترجيحي ډول ويزې ورکوي

نن ټکی اسیا(چهار شنبه، زمری ۱۵مه، ۱۳۹۳): د امريکا حکومت اعلان کړی، چې خپلو ۱۰۰۰ ژباړونکو ته په ترجيحي ډول د مهاجرت ويزې ورکوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه اعلاميه کې چې نن کابل کې د امريکا د سفارت له لوري خپره شوه، ویل شوي، چې امريکا به خپلو زرو ژباړونکو ته په ترجيحي ډول ويزې ورکوي او راتلونکې اوونۍ به دغه قانون د امريکا پارلمان ته وړاندې شي.

جان کيري ويلي، چې دغو ژباړونکو د تېرو ديارلسو کالو په ترڅ امريکايي ځواکونو سره هر ډول ستونزې اوګواښونه زغملي او نشي کولای، چې د نوموړو ژباړونکو نيکي له پامه وغورځوي.

جان کيري ويلي، چې د ديارلسو کالو په ترڅ کې يې نژدې درې زره ژباړونکو ته د مهاجرت ويزې ورکړي دي.

جان کيري زياتوي، هغه مهال، چې دی سناتور و، هم د ژباړونکو د خونديتوب په هېله يې دا ارزو وه، چې دوی ته امريکا کې د مهاجرت ويزې ورکړل شي.

د تېرو ديارلسو کلونو په ترڅ کې زرګونو افغانانو بهرنيو عسکرو سره د ژباړونکو په توګه کار کړی او د خپلو دندو په ترڅ کې يې ګڼې امنيتي او ټولنيزې ستونزې ګاللي دي او اوس چې بهرني عسکر له افغانستانه په وتو دی، افغاني ټولنه کې د ژباړونکو ژوند ورځ تر بلې په تريخيدو دی او دوی خپل ځانونه خوندي نه بولي.

جان کيري وايي، چې د ټولو هغو ژباړونکو چې امریکايي ځواکونو سره يې هر ډول ستونزې ګاللي مننه کوي او د دوی نيکۍ به هېرې نه کړي.

د يادونې وړ ده، چې يو شمېر ژباړونکي او نور هغه افغانان، چې غواړي امريکا او لويديځو هېوادونو ته مهاجر شي؛ د ځان لپاره جعلي قضيې جوړوي او د نوموړو جعلي قضيو پر اساس ځانونه د لويديځو هېوادو سفارتونو ته رسوي، تر څو د مهاجرت ويزې تر لاسه کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیف اللہ منصور

دچا چه په خپل وطن کی ځاۍ پدی وجه نه کیګي چه یی خپل ولس سره دښمني دنورو په اشاره کړیوي نو په بل وطن کی به ورته خلک په کوم نظر ګوري

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x