fbpx

په کره توګه کار سرته رسولو اهمیت

لیکوال: حامد افغان

په ډیر حساس او باریک وخت کې یو میخ وخوت، د میخ په ختلو سره د اس نعل ولوید، د نعل په لویدلو سره پیاوړی اس په ځمکه ولویدی، د اس په لویدلو سره د لښکر تورزن سپور هم ولویدی، د تورزن سپاره په لویدلو سره لوی لښکر مات شو، د لښکر په ماتي سره یو هیواد له منځه ولاړ، دا ټولې وړې او درنې ستونزې د هغه چا له لاسه پیښي شوې چې د اس پر نعل یې یو میخ سم نه و ټکوهلی، او خپل کار یې په کره توګه سرته نه و رسولی.

په کره توګه کار عبادت ده

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : بېشکه الله ستاسو له هغه کس سره مینه لري چې کله کوم کار کوي نو په کره او سمه توګه یې کوي . عن عائشة رضي الله تعالى عنها قالت: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ” إن الله يحب إذا عمل أحدكم عملاً أن يتقنه “السلسلة الصحيحة ( 1113).

شرحه :

له حدیث نه دا معلومولی شو چې الله تعالي ته کره او سم کارونه ګران دي او کمزوري او خام کارونه ښه نه ګڼې ، انسان باید خامخا کارونه په کره او پخه توګه سر ته ورسوي ، په حدیث کې مطلق کار یاد شوی ده که دنیوي کارو وي او که د اخرت کار وي یعني هر کار باید سم او په کره توګه ترسره کړل شي .

هرکار چې څوک کوي باید په کره توګه د هغه د کولو پوهه او مهارت ولري څو وکولی شي هرکار په ښه او کره توګه ترسره کړي په څانګړې توګه که یوڅوک علم ترلاسه کوي هغه باید زیار وباسي چې په صحي توګه یې ترلاسه کړي څکه په ناسمه او خامه توګه په هرشي کې پوهه ترلاسه کول د دې لامل کیږي چې دا کس بیا اړوند کار په کره توګه نشې ترلاسه کولی اودا کمزوري د الله دقهر لا مل کیږي لکه کره توب او سموالی یې چې د میني او ګرانښت لامل ګرڅي . او له حدیث نه دا هم معلومه شوه چې هرکار په کره توګه کول عبادت ده .

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
خراسانی
میلمه
خراسانی

جزاک الله خیرا
مطلبی بسیار مفید و خواندنی بود