ورزش

افغانستان دوهمه يو ورځنۍ لوبه کې هم هالنډ ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۳ سلواغه، ۱۴۰۰): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دوهم يو ورځنۍ سيالۍ کې هالنډ لوبډلې ته د ۴۸ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د هالنډ پر وړاندې لوبه کې رحمان الله ګربز په زړه پورې سليزه وکړه، دغه راز مجيب ځدران ۴ لوبغاړي وسوځول.

ياده لوبه کې افغان لوبډلې لومړی توه وهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې يې سيال لوبډلې ته د ۲۳۸ منډو هدف وټاکه.

ددوی له لوري پېليز لوبغاړي رحمان الله ګربز سليزه وکړه، هغه ۱۰۳ منډې وکړې او په پنځمه يو ورځنۍ لوبه کې يې دوهم سليزه ووهله.

د نوموړي سربېره حشمت شهيدي يو ځل بيا نيمه سليزه ووهله. همدارنګه رحمت شاه ۳۵ او نجيب ځدران ۲۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د هدف په تعقيب کې هالنډ لوبډلې پل ټول لوبغاړي د ۱۸۹ منډو په جوړولو وسوځېدل. په افغان توپ اچونکو کې مجوب ځدران د ۳۲ منډو په بدل کې ۴، فريد احمد ۲، راشد خان او يمين احمدزي يو-يو لوبغاړی وسوځاوه.

رحمان الله ګربز په ۱۰۳ منډو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، هغه ۶ څلوريزې او ۳ شپږيزې ووهلې او ټول يې ۱۲۷ توپونه ولوبول.

افغان لوبډلې د درې يو ورځنيو سياليو لوبلړۍ په ۲-۰ وګټله. دغه راز يې د سوپر ليګ په جدول کې لس نمړې زياتې شوې.

د افغانستان او هالنډ ترمنځ لومړۍ لوبه مې افغانستان د ۳۶ منډو په توپير بريا خپله کړې وه. ددوی ترمنځ دريمه سيالي د سه شنبې په ورځ د جنوري په ۲۵مه نېټه ترسره کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx