نظــر

د بایډن درې خبرې

حفيظ الدين پيرزاده

۱- افغانستان د امپراطوریو ھدیرہ دہ
۲- موږ‎ ھلته په اونۍ کې څو ملیاردہ مصارف لرل
۳- افغانستان یو ملت نه دی

د بایډن لومړ‎ۍ خبرہ یو تاریخي حقیقت دی، خو ښایي د بایډن په گډون د ډیرو دی ته پام نه وي چې د امپراطوریو ھدیرہ ھیڅکله په دې مانا نه دہ چې افغانانو ستر زبرځواکونه مات کړ‎ي!
موږ‎ په تیرو سلو کلونو کې درې ستر طاقتونه؛ انگریز، روس او امریکا مات کړ‎ل، دا کار نورو ملتونو ھم کړ‎ی!
ویتنام امریکا ته ماتې ورکړ‎ہ، ځینو انگریز مات کړ‎، ھمداراز نورو ملتونو نور زبرځواکونه ( فرانسه، ھسپانیا، ایټالیا، پرتگال او نور ) مات کړ‎ل خو یوہ ته ھم د امپراطوریو د قبرستان لقب نه دی ورکړل‎ شوی.
دا امتیاز یواځې د افغانستان دی.
د امپراطوریو ھدیرہ په دې مانا چې دلته څوک مات شوی، بیا یې نوم او نښان د ځمکې له نخچې څخه ورک شوی, روسیه او انگلستان یې ژوندۍ بیلگې دي!
اوس چې بایډن افغانستان د امپراطوریو ھدیرہ بولي، دا که له یوې خوا پخپلې ماتې اعتراف دی نو له بلې خوا ھغه په ناپامۍ کې د امریکا د پاشل کیدو د پیلامې اعلان ھم کوي!

د بایډن دویمه خبرہ ماته ھسې غر پر پر پټول ښکاري.
افغان جگړ‎ہ په تیرو شلو کلونو کې د ھمدوی د ارقامو له مخې امریکا ته په نژدې دوہ تریلونه ډالرو تمامه شوہ، دا دومرہ پیسې دي چې څو میلیاردہ یې په مقابل کې د نسوارو پیسې ھم نه دي.
خو له بایډن سرہ د خپلې ماتې د توجیه لپارہ بله کومه مناسبه بھانه نه وہ، نو ځکه د څو میلیاردہ د سپما خبرہ کوي.

د بایډن دریمه خبرہ منطقي تناقض لري؛ په لاندې دلایلو:

۱- که افغانستان یو ملت نه وي، څرنگ یې و کولای شو چې په تیرو سلو کلونو کې درې سترې امپراطورۍ ماتې کړ‎ي؟
داسې سترې کارنامې کول د یوہ متحد ملت لپارہ ھم ډیر سخت کار دی او چې یو ملت نه وي، ویشل شوی او پاشل شوی وي، ھغوی ته خو بیا دا کار تقریباً ناممکن دی!
۲- روسانو د خپلو وتلو پر مھال د کارملي پرچمیانو، جمعیتي ستمیانو او نورو ملي ضد عناصرو پر مرسته ھڅه وکړ‎ہ افغانستان تجزیه کړ‎ي.
کلونه وړ‎اندې امریکایانو ھم دا کوښښ وکړ‎ چې د افغانستان شمال له پاته افغانستان څخه وشلوي، خو زور یې و نه رسید!
څو کاله وړ‎اندې په ھند کې د امریکا سفیر او ھمداسې نورو جگپوړ‎یو امریکایي چارواکیو په دې اعتراف کاوہ چې د افغانستان د مسئلې حل د ھیواد شمالي ولایتونه له نورو برخو څخه بیلول دي خو ھلته د ملیتونو اوډنه داسې شوې چې دا کار په عمل کې امکان نه لري.
اوس پوښتنه دا دہ که افغانستان یو ملت نه وي نو روس او امریکې د څه شي د تجزیې کوښښ کاوہ؟
له یوا خوا وایي یو ملت نه دی، له بلې خوا یې د تجزیې ھڅه کوي؟

۳- له دې درې زبرځواکونو سرہ چې کومې جگړ‎ې شوي، ټولې د افغان په نوم شوي، ان د یرغلگرو خپلو تاریخ لیکونکیو ھم ھمدا نوم ورکړ‎ی.
د بیلگې په توگه د افغان انگلیس لومړ‎ۍ جگړ‎ہ، د افغان شوروي جگړ‎ہ، د افغان انگلیس دویمه جگړ‎ہ او نورې!
د افغان انگلیس دویمه جگړ‎ہ د کندھار په میوند کې شوې چې شاوخوا پراته قومونه یې ټول یوہ ملیت ته منسوب دي، خو بیا ھم د ازادۍ دا جگړ‎ہ د ټول ملت په نوم یادیږ‎ي. د بایډن له قوم سرہ جگړ‎ہ ھم د افغان په نوم یادیږ‎ي نه د پښتون، تاجک، ازبک، ھزارہ یا کوم بل ملیت په نوم!
ھمدا چې زموږ‎ ټولې سترې جگړ‎ې، تاریخي، سیاسي، کلتوري، ورزشي او نورې کارنامې د افغان نوم ته منسوبې دي، پر دې دلالت کوي چې موږ‎ یو ملت یو، یو ملت به یو او ھغه مھال ھم یو ملت و چې امریکا لا پیدا نه وہ!

۴- که د معتوہ العقل بایډن خبرہ د یوې لحظې لپارہ ومنو او فرض کړ‎و چې افغان یو ملت نه دی نو بیا خو دې ھغه د الله شکر اداء کړ‎ي چې دا لا یو ملت نه و چې ټول غرب یې پر گونډو کړ‎، که دا یو ملت و بیا خو به یې د بایډن داسې حالت کړ‎ی وای چې د خپل کلي سپیو د افغاني ټامیانو په شمول، به نه و پیژندلی او پسې غپل به یې!!
څو چې پاته یو افغان وي
تل به دا افغانستان وي

حفیظ الدین پیرزادہ
د جنوری ۲۲/ ۲۰۲۲ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x