افغانستان

ناروى په غونډه کې د افغانستان سياسي، اقتصادي او امنيتي ښيرازۍ ته په ګډه کار کولو ټينګار وشو

نن ټکی اسیا يکشنبه، ٣ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د ناروى په پلازمېنه کې د سرپرست افغان حکومت د چارواکو او افغان شخصیتونو تر منځ په ناسته کې د افغانستان په سياسي، اقتصادي او امنیتي ښېرازۍ ټينګار وشو.

سرپرست افغان حکومت د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ يو لوړ پوړى پلاوى پرون د شنبې په ورځ د ناروى پلازمېنې اوسلو ته ولاړ څو د دغه هيواد له خوا رابلل شوې غونډه کې ګډون وکړي.

د دغه غونډې په پاى کې خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې افغان حکومتي چارواکو او افغان شخصيتونو په شمول د مجلس ګډونوالو د یوه بل نظریات په پراخه سینه او حوصله واورېدل، د هیواد په موجوده حالاتو یې نظرونه تبادله کړل.

د اعلاميې له مخې په غونډه کې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور وبلل شو او تاکید وشو چی د هیواد د سیاسي، اقتصادي او امنیتي ښیرازۍ لپاره به ټول افغانان په ګډه کار کوي.

اعلامیې زياته کړې چې د غونډې ګډونوالو ټينګار وکړ چې د افغانستان د ټولو ستونزو یواځنۍ حل لار تفاهم او ګډه همکاري ده.

د يادونې وړ ده چې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې  دغه هيواد به د طالبانو، د افغانستان د مدني ټولنو او د متحدو هېوادونو د استازو د یوې غونډې کوربتوب وکړي او
ددې ناستې موضوع به افغانستان کې د بشري وضعیت څېړل او شته ستونزو ته د حل لارو په هکله خبرې او بحثونه کیږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ځیرک څارونکی

اسلامی امارت باید د شف شف په ځاي سم صحیح شفتالو ووایې او هغه دا چي هلته موجود دنیاوالو ته صراحتا ووایې چي د افغانستان د اوسنی بد وضعیت او بحران اصلی عاملین همدا تاسې یاست چي د دنیا د ټولو اصولو او موازینو او د دنیا د ټولو هیوادونو برخلاف چلن مو په افغانستان کې د اوسني حاکم نظام سره را اخیستی ده او دا باید ورته واضح شي چي که تاسي واقعا هم ژرترژره غواړي چي اوسني بد وضعیت او بحران چي هغه عبارت له فقر، لوږي او بیکاري نه دي کابو او کنترول شي نو باید دې… نور لوستل »

ورک ځاځی

د افغانستان اسلامى امارت څخه هيله کوو چى لکه څنګه چې تاسو د سرونو په شيندلو او قربانيو سره د امریکاى اشغال نه وژغورلو هماغسې ددى معدني فعالانو څخه نجات راکى. مونږ او زموږ راتلونکې به تر هغه وخته خوندي نوى تر څو چى دا ملحدان خپل انجام ته نوى رسيدلي. . ټول عمر به ستاسو دعاګو او احسان مندې يو.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x