
افغانستان ته د ۳۲ ملیون ډالرو بشري مرستو شپږمه کڅوړه هم راورسېده
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغانستان مرکزي اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو لخوا د ۳۲ ملیون ډالري بشري مرستو شپږمه کڅوړه هم کابل ته رارسېدلې ده.
د بشري مرستو دغه ډالري کڅوړه پرون د یکشنبې په ورځ د افغانستان بین المللي بانک (AIB)ته سپارل شوې ده.
د افغانستان مرکزي بانک دملګرو ملتونو ددې ګام ستاینه کړې او هر هغه کار ته د قدر په سترګه ګوري، کوم چې د افغان ټولنې کمزوري قشر سره مرستندوی ثابتیږي.
تردې وړاندې ملګرو ملتونو اعلان کړی ؤ چې افغانستان ته د روان ۲۰۲۲م کال د مارچ میاشتې ترپایه په اونۍ کې د ۲۰ ډالرو نقدي کڅوړه د بشري مرستو په توګه ورکوي، ترڅو بانکي سیستم د نقدي ذخایرو له کمښت څخه وژغورل شي.
د افغانستان مرکزي بانک څلور ورځې وړاندې(۳۰ مرغومي) اعلان کړی ؤ، چې د ملګرو ملتونو لخوا د بشري نقدو مرستو ۳۲ ملیون ډالري پنځمه کڅوړه یې هم ترلاسه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امریکا د افغانستان شاوخوا ۱۰ ملیارده ډالري ذخایر کنګل کړي، د کومې له امله چې افغان سوداګر او عام ولس له زیاتو ستونزو سره مخ شوي دي.