
پکتیا کې د یو قومي مشر د ترور هڅه شنډه کړل شوه
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ سلواغه، ۱۴۰۰ل): امنیتي ځواکونو د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې د یو قومي مشر د وژلو هڅه شنډه کړې ده.
د باختر خبري آژانس د راپور له مخې امنیتي ځواکونو پرون د یکشنبې په سهار د څمکنیو ولسوالۍ په «شهرنو» بازار کې د ملک داودخان د کور مخې د یو خښ کړل شوي بم خبر ترلاسه کړی وو.
د خبر ترلاسه کولو سره سم د امنیه قومندانۍ د انجینرۍ ټیم یادې سیمې ته ورغلی او دغه بم یې خنثی کړی، چې ورسره د نوموړي ملک د ترور هڅه هم شنډه کړل شوې ده.
تراوسه ددې پېښې په تړاو څوک نیول شوي نه دي؛ خو د امنیه قومندانۍ مسئولین وايي، هڅه کوي چې ددې پېښې عاملین پیدا او قانوني چلند ورسره وکړي.
د پخواني رژیم له سقوط وروسته دا لومړی ځل دی چې د ځمکنیو ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د انجینرۍ ټیم په یادې ولسوالۍ کې یو بم خنثی کوي، چې له امله یې په امنیتي ځواکونو د خلکو باور لازیات شوی دی.