افغانستان

په لسو ولایتونو کې ۸۰۰۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ویشل کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د هېواد لسو ولایتونو کې به شاوخوا ۸۰۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې وویشي.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دوی په لومړي پړاو کې لسو هغو ولایتونو کې د چین هېواد لخوا مرسته شوي خوراکي توکي لیږلي چې د اړتیا کچه یې تر نورو ولایتونو کې زیاته وه.

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت د رسنیو او عامه پوهاوي رئیس او ویاند مفتي عبدالمطلب حقاني په دغه مهال وویل: د چین هېواد لخوا مرسته شوې دغه ۴۴۰ ټنه وريژې به په لنډ وخت کې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې په ۸۸۰۰ اړمنو کورنیو وویشل شي. نوموړي زیاته کړې چین دغه راز د ۲۶۰ ټنه نورو وريژو او ۵۰۰ ټنه غنمو د مرستې ژمنه هم کړې چې په لنډ وخت کې به کابل ته راورسیږي.

باید وویل شي چې د چین هېواد تردې وړاندې هم له افغان ولس سره د ملیونو ډالرو په اندازه بشري او روغتیايي مرستې کړې وې.

تیره اونۍ د چین سفیر وانګ یو د افغانستان د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې ټینګار وکړ، چې هېواد یې د نورو هېوادونو پرخلاف غواړي د افغان حکومت له لارې افغان ولس سره بشري مرستې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x