
لغمان کې د بیرې ۳۲۰ زره نیالګي تولیدیږي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د لغمان ځايي چارواکي په دې ولایت کې د بیرې د درې سوه او شل زره(۳۲۰۰۰۰) نیالګیو د تولید خبر ورکوي.
د بیرې دغه نیالګي به د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام(WFP) په مالي لګښت د کرنې او کلیو د پرله پسې ودې مؤسسې(SARCDO) لخوا تولید او کینول کیږي، چې د چاپیریال پاک ساتنې ترڅنګ به سلګونو کسانو په مستقیمه او زرګونو نورو ته په غیر مستقیمه توګه د کار زمینه برابره شي.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست مسئول مولوي محمدولي محسن وایې، د کرنې او کلیو د پرله پسې ودې مؤسسې(SARCDO) چې له لنډ ځنډ وروسته یې بیا په ولایت کې په فعالیت پیل کړی اوس غواړي په لغمان کې د بیرې ځنګل ته پراختیا ورکړي.

نوموړي ددې پروژې د پرانیستلو پرمهال داسې وویل: « د بيرې ځنګلونه له يوې خوا د خلکو لپاره د کار زمينه برابروي او له بلې خوا اقليمي، محيطي او اقتصادي اهميت لري او همدارنګه د بيرې ځنګلونه د شاتو مچيو د تولید او روزنې لپاره يوه ښه چانس دی او یاده پروژه به د بيرې نيالګيو د تولید ځنګلونو د احيا او پراختیا په برخه کې ۵۲۲ تنو ته دندي پیداکړي، چې له دې جملې څخه به ۶۰ تنه په مرکز مهترلام ۲۴۶ تنه د ډاکتر عبدالوکيل خان فارم او ۲۱۶ تنه به په ګل غونډۍ کې په دنده وګمارل شي».
ددې پروژې له مخې به د ډاکترعبدالوکيل خان فارم کې یوسلو اتیا زره، سراج بڼ کې سل زره او په سرخکانو کې به ۴۰ زره د بیري نیالګي تولیدیږي.
ددې ترڅنګ به د دغو نیالګیو د اوبولو لپاره د یادې پروژې لخوا د درونټې په ګل غونډۍ کې د لمریزې بریښنا واسطه د اوبولګولو سیستم رغول کیږي.
د کرنې او کلیو د پرله پسې ودې مؤسسې(SARCDO) تردې وړاندې هم د هېواد په ختیځو ولایاتو په ځانګړې توګه لغمان او ننګرهار کې د بیرې د نیالیګو زرګونه نیالګي تولید او کینولي چې د چاپیریال ساتنې ترڅنګ یې د شاتو مچیو لسګونو فارمونو او په هغو کې بوختو کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابرې کړې ده.


ښه خبر کور آباد. هیله لرو چی د زاراعت مسؤلین یی د اوبو لګولو په مورد کی غفلت ونکړی. ډیری داسی نیالګی کینول کیږی خو بیا اوروسته ګورو چی ټول وچ شی.