نظــر

ارواښاد مطمئن د کمال او حساب شخصيت

زاهد جلالي

تېر کال همدا ورځې ملا عبد الحی مطمئن د هجرت دیار کې، له کورونا ناروغۍ سره له اوږدې مبارزې وروسته ساه ورکړه او همالته دفن شو. ما مطئمن صاحب له څو کلونو پېژانده. د حالاتو د نازکوالوالي له وجې مو په خپل نوم نه شو يادولای، حاجي کمال به مو باله. يا يوازې حاجي صاحب. حاجي صاحب د ژوند وروستيو کې سختو حالاتو کې ناروغ شو او همداسې بې وطنۍ او بې کسۍ کې وفات شو. هغه په ډېر څه ارزېده. کمال صاحب واقعا کمالي سړی و. ظاهرا ساده پاده سړی و، خو له کمالونو ډک و. زه ډاډه يم چې د هغه له ډېرو کمالونو يې ډېر نږدې دوستان هم نه دي خبر.
مطمئن صاحب چې له کوم وخت څخه ما ليدلی و، ظاهرا ډېر صميمي او خوش مزاجه و، خو زړه کې يې يو ستر ارمان و. هغه د افغانستان ازادي وه، د دې وطن ځلېدل وو او په دغه لار کې هغه دومره ستر کار کړی و، چې ښايي ډېر خلک فکر هم ونه کړي.
هغه د ډېر څه مستحق و، خو د هجرت او ستونزو له کبله هېڅ ونه شول. فکر کوم، دا يې پر دوستانو حق دی چې د هغه پټ کمالونه برسېره کړي، او هغه خلکو ته وپېژني. موږ ورسره ډېر بحثونه، مجلسونه، سفرونه او ټوکې مو کړې وې.
لکه څنګه چې مې پورته وويل، مطمئن صاحب ټوکي او خوش طبعه سړی و. موږ به پر مختلفو مسايلو بحثونه کول او ډېر بحثونه به مو کول. که څه هم هغه مشر و، خو علمي بحثونو کې روشنفکر و، ما به ډېر چلېنجاوه، نيوکې به مې کولې، خو هغه به نه خپه کېده. جدي کېده به نه. بلکې زه به يې ډېر ځورولم. کله کله به يې په ځينو صوفيانو نيوکې کولې، ويل به يې، دوی له خپلو خانقاوو نه وځي. يوه کيسه يې کوله چې پر کوم هېواد بريد شوی و، صوفيانو جګړه نه کوله، بلکې ختمونه يې شروع کړي وو. ما به هم ورسره خپل استدلال کاوه.
هغه مهال چې ما د مولانا جلال الدین بلخي په اړه مطالعه کوله، ده ته به مې کيسې ډېرې کولې. يو وارې مې ورته وويل چې په نړيواله کچه مولانا ډېر مشهور شوی، که څوک يوه کافي خانه جوړه کړي او او د مولانا نوم ورکړي، ښه چلېدای شي. هغه مرحوم به خندل، ويل يې ته خو په تجارت نه پوهېږې، خلک غرقوې. ويل به يې دا کار خو ناکامېږي، بیا مجبور يې هغه کس ته ووايې چې کافي شاپ وتړه او د مولانا دا شعر پرې وليکه: «دنیا همه هيچ و اهل دنیا همه هيچ». بیا به يې ډېر خندل.
مطمئن صاحب ډېر ټوکي و. په ګرم مجلس کې، جدي بحث کې، علمي خبرو کې به چې کومه ټوکه ور ياده شوه، ساتله به يې نه. ويله يې. يا به يې د بحث کومه جالبه برخه ونيوله، شاربله به يې او خندل به يې ورته. هغه به ويل چې موږ باندې داسې حالات تېر شوي چې که زړه په ټوکو خوشاله نه کړو، عصبي مشکلات راته پيدا کېږي.
مطمئن صاحب ځان مطمئن باله، خو مضطرب و. حالاتو او مشکلاتو سخت ځپلې و. مطمئن د معاملې نه، د مبارزې سړی و. د دې پر وړاندې ډېر حساس و. هغه به ويل:
د ازموينې دې تيارو کې څوک ايمان وساتي
څوک ايمان بايلي له زيانه سره يو ځای راشي
هغه د يوې پاچايۍ سړی و. با استعداده، ځيرک او علم دوسته انسان و. دا چې منظمې زده کړې يې نه وې کړې، ډېر يې کړاوه او د ژوند تر آخره يې د رسمي زده کړو هيله لرله.
رحمه الله تعالی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

الله د مغفرت کړی. د ډیرو داسو کسانو ارمانونه پوره نشول او د پردیو په خاوره کی خښ شول. الله د ټول مهاجرین په عزت او وقار سره خپل ملک ته راولی پداسی حالت چی حکومت یی حد اقل مشکلات مخکی له مخه حل کړی وی نه دا چی دلته راشی او له لوږی ومری.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx