افغانستان

د برېښنا رسونې د نویو پروژو په اړه د افغانستان او ترکمنستان تر منځ درې ورځېنۍ خبرې نن پيل شوې

نن ټکی اسیا دوشنبه، ۴ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغانستان برښنا شرکت وايي چې د ترکمنستان د انرژۍ وزارت له يو لوړ پوړي پلاوي سره يې نن په کابل کې د برېښنا رسونې د نويو پروژو په اړه درې ورځېنۍ ناسته نن پيل کړې ده.

د برېښنا شرکت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د ترکمنستان یو پلاوی د برېښنا رسونې پروژو په ځانګړي ډول د نورالجهاد سب سټېشن او ټاپ پروژې( پاکستان او افغانستان ته د ترکمنستان برېښنا د لېږد) پروژې د حقوقي او تخنیکي چارو د چټکتیا په موخه کابل ته راغلی دی.

د خبرپاڼې له مخې ددې ناستې په پیل کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس حافظ محمد امین وویل چې، ترکمنستان د برېښنا رسونې پروژو په برخه کې د برېښنا شرکت یو له ښه همکارو هېوادونو څخه دی او دوى هیله مند دي چې د ګډې تګلارې په رامنځته کېدو سره د برېښنا رسونې پروژو په ځانګړي ډول د نورالجهاد سب سټېشن او ټاپ پروژې چارې چټکتیا ومومي.

د نننۍ ورځې په ناسته کې د افغانستان او پاکستان لپاره د انرژي نړیوالو پروژو رئیس مراد آرتیکوف افغانستان ته د دوی د سفر اصلي موخه د برېښنا شرکت او ترکمنستان د انرژۍ وزارت ترمنځ د اړیکو ټینګښت یاد کړ.
هغه ټینګار  وکړ چې له برېښنا شرکت سره په نېږدې همغږي او همکاري به د نورالجهاد سب سټېشن، ټاپ او اندخوی – کابل د انتقالي مزي چارې پرمخ یوسي.

ټاکل شوې د افغانستان برېښنا شرکت او ترکمنستان د انرژۍ وزارت بېلابېلې ډلې نن او راتلونکې ورځو په لړکې د یادو پروژو د حقوقي او تخنیکي مسایلو په اړه بحثونه وکړي او له هغې وروسته دواړه لوري نوي تړونونه لاسلیک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x