افغانستان

افغان حکومت پلاوي د اته هېوادونو له استازو سره کتلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،  ۴ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغان حکومت لوړ پوړي پلاوي نن دوشنبه د اته هېوادونو له استازو سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د افغان حکومت پلاوي د امریکا، برتانیا، ناروې، جرمني، ايتالیا، قطر، فرانسې او اروپايي اتحاديې له استازو سره په اوسلو کې وکتل.

د بلخي په وینا په دغه کتنو کې په اقتصاد، بشري مرستو، امنیت، مرکزي بانک فعالیت، صحت او نورو اړوندو مسایلو بحثونه وکړل.

بلخي ویلي چې دغه کتنې جریان لري چې بشپړ جزییات به یې وروسته نشر شي.

د یادونې وړ ده چې د افغان حکومت یو پلاوی د ناروې هېواد په بلنه دغه هیواد ته پر سفر تللی دی.

تېره ورځ افغان حکومت پلاوي د ځینو افغان شخصیتونو سره وکتل او په دغه کتنو کې د افغانستان اقتصادي، امنیتي او سیاسي ښېرازۍ باندې ټينګار وشو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x