افغانستان

روزګان: پنځه پولیس په زهرو وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمری ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د روزګان ولایت په چهار چینو ولسوالي کې دوو پولیسو خپلو پنځو ملګرو ته زهر ورکړي دي او ځای پر ځای يې وژلي دي.

د چهار چینو ولسوالي چارواکو پېښه منلې ده او وايي چې په پوسته کې دوو پولیسو خپلو پنځو نورو ملګرو ته په ډوډۍ کې زهر ورکړي دي. د چهارچینو ولسوالي امنیه قومندان ولي داد رسنیو ته ويلي دي چې دا پېښه تېره شپه د چهارچینو ولسوالي په مربوطاتو کې شوې ده، چې د پېښې عاملین په تېښته بریالي شوي دي.

د چهارچینو د امنیه قومندان په قول یادو دوو پولیسو له ځانو سر د پوستې ګڼ مهمات هم وړي دي. د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي وايي چې دوی د چهارچینو په ورېښم سیمه کې د نفوذي ملګرو په مرسته په یوه پوسته برید کړی دی او څلور تنه پولیس يې پکې وژلي دي.

د قاري احمدي په وینا دوی په پوسته کې ځینې مهمات هم ترلاسه کړي دي او د دوی یو ملګری سرسري ټپي شوی دی. دا په داسې حال کې دی چې همدا تېره شپه د روزګان مرکز ته څېرم په مهراباد سیمه کې یو تن پولیس خپل اووه تنه ملګري ووژل او په تېښته بریالي شو.

مګر د طالبانو د ویاند له قوله دوی ترینکوټ ته څېرمه د مهر اباد د کوسي د ګودر په یوه پوسته برید کړیدی او قومندا دارو په ګډون يې اووه پولیس وژلي او یو تن يې ژوندی نیولی دی.

یاده دې وي چې د خاص روزګان د شالي ناوې په متکزو سیمه کې له پنځو ورځو راهیسې جګړه روانه ده، چې نن هم د طالبانو ویاند په یاده سیمه کې د لسو تنو عسکرو د وژلو او خپلو دوو ملګرو د ټپی کېدلو خبره کړې ده.

د خاص روزګان ولسوال محمد کریم کریمي هم د جګړې تاید کړی دی او په متکزو سیمه کې يې د یوې پوستې له لاسه وتل منلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x