
د الوتکې په ټيرونو کې پټ شوی سړی له سویلي افریقا څخه هالنډ ته ژوندی رسېدلی – ویدیو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د الوتکې په ټيرونو کې پټ سړی د سویلي افریقا جوهانسبرګ ښار څخه د هالنډ پلازمینې امستردام ته له ۱۱ ساعته اوږد سفر وروسته ژوندی رسېدلی دی.
نړیوالې رسنۍ د هالنډ پولیسو په وینا لیکي، یو سړی یې نېولی چې د الوتکې په مخکیني ټيرونو کې پټ شوی و او د ۱۱ ساعتونو ناشوني سفر وروسته امستردام ته رسېدلی دی.
رسنۍ زیاتوي چې د اوږده واټن په الوتنو کې چې هوا کې اکسیجن کم شي او د تودوخې درجه خورا ټيټه شي، د ټیرونو برخه کې د سړي ژوندي پاتې کېدل ناشونې بلل کیږي، خو پولیس وایي چې د نوموړي ژوندي پاتې کېدل خورا حیرانونکې ده او اوس یې روغتون ته لیږلی دی.
د جوهانسبرګ ښار څخه امستردام ته د الوتکې سفر شاوخوا ۱۱ ساعته وخت نیسي، ویل کیږي چې یادې الوتکې په کینیا ښار کې کوچنۍ ناسته هم کړې ده، خو دا څرګنده نه ده چې دا سړی په جوهانسبرګ که د کینیا په نېروبي ښار کې الوتکي ته ختلی دی.
له دې وړاندې پر ټولنیزو رسنیو داسې اټکل کېده چې له سویلي افریقا څخه امستردام ته په الوتکه کې په قاچاقي توګه سفر کونکی کس افغان دی، خو د هالنډ پولیس وایي تر دې دمه د یاد کس هویت نه دی څرګند شوی.
https://twitter.com/TheWindoow/status/1485291508974694403?ref_src=twsrc%5Etfw%7Ctwcamp%5Etweetembed%7Ctwterm%5E1485291508974694403%7Ctwgr%5E%7Ctwcon%5Es1_&ref_url=https%3A%2F%2Fwww.emaratalyoum.com%2Flife%2Ffour-sides%2F2022-01-23-1.1589642
له قوارې هم افغان ښکاري