ادبي لیکني

د سپين غر او مهمند درې خاطرې«۷» برخه

م رضوان الله فيضاني

له درد او غم څخه ډک مازديګری و، له ملګرو سره مې پټه خدای پاماني وکړه له زړه نه مې يو خدای خبر و، په ملګرو کې يو تن مسافر ملګری څو قدمه وړاندې راسره لاړ او بيا يې غلي غوندې راته وويل: چې ته لاړې نو زه به دلته څه کوم، زه خو په دې سيمه کې پر تا ډاډه وم، زړه يې راډک شو غوښتل يې چې ښه ډېر راته وژاړي خو ما تلوار وکړ تسلي مې ورکړه چې مه خفه کېږه زه ان شاءالله تعالی بېرته راځم، هغه او دغه مې ورته وويل سړی لږ ډاډه شو.

يو کليوال ملګری چې لامبو او په سيند پورې وتل يې زده و هغه راسره روان شو، دواړه په يو غټ ټوپ سپاره شولو او په سيند پورې وتلو، په سيند پورې وتل هم خورا دردونکي و، پخوا به چې په دې سيند پورې وتم نو شهيد ډاکټر رياض الله تقبله الله تعالی او نور ګڼ شمېر خواږه ملګري به راسره وو، خو دا ځل کيسه بدله وه زه يواځې پورې وتم، هغه کليوال ملګری هم رانه بيرته ستون شو، په سيند لاهو شو او پورې غاړې ته ووت.

د ماښام تياره په خورېدو وه زه يواځې روان وم، شاوخوا ګڼې ونې او پټي و چې په تياره کې سړي ته ترېنه وېره درېده، له ماسره وسله هم نه وه بالکل خالي سلاح وم، مزل مې کاوۀ او تياره ښه خوره شوې وه، يو وخت هغې حجرې ته ورسېدم چيرته چې زمونږ پر ملګرو چاپه لوېدلې وه او نهه ۹ تنه ملګري مو شهيدان شوي و.

له حجرې څخه يو څه اندازه لرې ودرېدم، چوپه چپتيا خوره وه د هيچا غږ هم نه تر غوږو کېده، يواځې د مرغانو لږ لږ اوازونه راتلل، ذهن ته مې ټول زاړه يادونه راټول شول، دغې حجرې ته به چې پخوا کومه شپه مونږ راغلو نو ډير خوندور مجلس به مو جوړ کړ، ځيني مخلصين کليوال به هم د شپې تر ناوخته پورې راسره ناست وو، د دغې حجرې مالک يو تن سپين ګيری مياه صاحب و، هغه به راته ډېرې په زړه پورې پخوانۍ کيسې کولې او داسې نور …

خو نن شپه هغه هر څه بدل شوي و، نن شپه تقدير هر څه سرچپه کړي و، نه مې هغه خواږه او مينه ناک ملګري و، نه هغه له خونده ډک مجلس او بنډار و او نه د مياه صاحب کيسې، زړه مې د غم څړېکې وکړې، لږ زنډ حيران او خاموشه کېناستم، بيا مې ښه ډېر وژړل، هر ملګری مې بېل بېل سترګو ته ولاړ و، خپل نصيب ته هم ډېر خفه شوم چې زه ولې له شهيدانو ملګرو پاتې يم، ژوند راته ډېر بې معنی ښکاره شو، يو خوا توره شپه او تياره وه، بل خوا د ملګرو زورونکی بېلتون او زما تنهايي، نو دغه حالت بېخي پر ملا مات کړم.

همت مې وکړ ولاړ شوم، مخ پر قبله ودرېدم، خپل ځان او ملګرو ته مې دعا وکړه، له دعا څخه چې فارغ شوم نو شاوخوا ته مې وکتل، فضا ډېره غمجنه او زورونکې وه،
بمبار شوې حجرې ته مې کتل، سوي سوي اسويلي مې له خولې روان و او د اوښکو په بدرګه ترېنه روان شوم.

نور بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx