شعـــــرونه

د حبيب ديدن/ عمر صديق

عمر صديق

وصال دې عنقا مه شه یو وصال دې راته راکړه!
حبيبه په ديدن دې زما زړۀ راته وا وا کړه!

دا ستا د سپین رخسار او تورو سترګو زه مرید یم
مرشید مې یې جانانه توجه دې لږ پرما کړه

دا ستاحسن پرست یم ستا د حٌسن په لټون یم
دیدن راکړه! وصال راکړه! زړه موړ مې په لِقا کړه

خپل زړۀ را باندې ګران ده ستا تصویر په کې ښکارېږي
دا زما د زړه هینداره ستا تصویر قیمت بها کړه

ما وګوره که مینه کې دې مات نه وم حبیبه
درواغ دي بیا عاشٌق نه یم بیا رد مې دا اِدعا کړه

منمه له نقصان ډک یم منمه ګنهګار یم
منمه کمزوري لرم منمه ما خطا کړه

خطاوې مې معاف کړه او دا ته رؤف رحیم یې
اول مې ته معاف کړه بیا معاف مې په الله کړه

عمر صدیق زخمي زړګی زخمي سینه کې ساتم
طبیب مې یې زخمونه پرهرونه مې دوا کړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx