افغانستان

مزارشریف هوايي ډګر کې ۴۰ کسان بهر ته د ناقانونه وتلو په تور نیول شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،  ۵ سلواغه، ۱۴۰۰ل): امنیتي ځواکونو د مزارشریف هوايي ډګر کې ۴۰ کسان نیولي دي چې غوښتل يې په غیرقانوني توګه د هوا له لارې بهر ته ولاړ شي.

د افغان حکومت ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني هم د دغه ۴۰ کسانو د نیونې خبر تایید کړی دی.

ښاغلي سمنګاني ویلي دي چې دغه کسان پرون دوشنبه (سلواغې ۴مه) هغه مهال ونیول شول چې په غیرقانوني توګه یې غوښتل بهر ته د هوا له لارې ولاړ شي.

سمنګاني زیاته کړې چې په نیول شوو کسانو کې یو شمېر تر پوښتنو وروسته خوشې کړي دي خو هغه ښځې چې وارثان يې تر دې دمه نه دي حاضر شوي تر دې دمه د ښځو په توقیف خانه کې ساتل شوي دي.

دا چې دغه کسانو څه ډول غیرقانوني اسناد جوړ کړي ول او چېرته د کوم هوايي شرکت له لارې تلل، په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx