ادبي لیکني

متلونه (ضرب المثل(proverb) )

محمد بشير دودیال

د متل پېژندنه او هغه ته ورته  نور اصطلاحات
لکه څرنګه چې یو شمېر مفاهیم لکه متل، سیندګی، عامیانه فرهنګ، فولکلور، شفاهي ادبیات، عامیانه ادبیات، امثال او حکم، وجیزې او د لویانو خبرې یو بل سره ډېر نژدې دي او ځينې وخت یو بل سره په مترادف ډول استعمالیږی، البته متلونه بیا خپله د فولکلور او شفاهي یا ولسي ادب برخه ده، نو لازمه ده چې دا هره یوه په جلا جلا توګه تعریف کړو تر څو هره یوه په ښه ډول وپېژندل شي.

متل یا ضرب المثل:
د عربي ژبې له مثل څخه اخیستل شوی ده. په عربي کې د مثل، یمثل، مثولا – له ریښې سره رابطه لري چې معنا یې ورته والی، د مثال واقع کېدو او بیلګه واقع کېدل، د یو شي مشابهت له بل سره. په قاموسونو(سیندګیو) کې څو نورې معناوې هم ورته لیکل شوي لکه: برهان او دلیل، مطلق دلیل، خبره، حدیث، پند او اندرز، نښه، صفت، قصه او داستان، ضرب المثل، تمثیلي داستان، سرمشق او له عبرته ډک سرګذشت.

متلونه هغه لنډې ویناوې دي چې  ډیرې نامتو، وزن لرونکي، له پند او نصیحت څخه ډکې، د حکیمانه مضمون لرونکی او د ولسي تجربو زیږنده وي او تشبه، استعاره، کنایه او د کلماتو روان والی، د معناګانو روڼوالی، ساده ګي او په خلکو کې یې عاموالی او شهرت عمومي ځانګړتیا وي او خلک یې بې بدلونه یا په لږ بدلون  استعمالوي.
لنډه دا چې:  متل هغه لنډه او مشهوره خبره ده چې یو حالت یا یو کار له هغه سره تشبيه کیدای شي او زیاتره وخت په ولسي ادب کې له نصیحت څخه  ډکه بڼه لري چې د عوامو د ذهن  محصول او د دوی د ژوند  عادي تجربې دي.

داسې هم ویلی شو: متل هغه ډېره ویل شوې او منل شوې خبره ده چې په هغې سره دوهم حالت لومړي حالت ته، یعنې هغه حالت ته چې په دې وروستیو کې پېښ شوي وي او له هغه سره ورته والی ولري او په متل ویلو سره تشبيه شي.

په بله وینا: متل هغه لنډې او زیاتره وخت موزونې جملې او خبرې دي چې په هغو کې حکیمانه مضامین او تشبيهات راغلي وي او د الفاظو د روان والي، د معنا د روڼوالي او د جوړښت د ښکلا له مخې په عوامو کې ډېرې مشهوره شوې وي او هغه د پېړیو پېړیو په بهیر کې، پرته له بدلون څخه او یا هم په ډېر لږ بدلون سره په خپلو ورځنیو خبرو – اترو کې په کار وړي. په دې سره یو څوک غواړي د خپلې مدعا لپاره دلیل او مصداق پیدا کړي یا موضوع په اسان او لنډ ډول مقابل لوري ته وښيي.

د فولکلور څیړونکي متل ته د ګڼو وګړو د پوهې او عقل پایله او د ولس منځ کې مشهوره شوې نادره خبره بولي او د متل ولسي اړخ ته ډېر ارزښت ورکوي.
د ولسي ادبیاتو ځینې څیړونکي یې د پراخه پرګنو د حکمت او فلسفې یوه برخه یا د یوې ټولنې د فکر زېږنده او د هوښیارو او تجربه لرونکو خلکو  نادره خبره بولي.

ټولنپوهان وايي:
متل د لرغوني فلسفې نړیدلې او غورځېدلې ودانۍ ده، چې د هغې په کنډوالو کې حکمتونه موندل کیږي او دغه زرینې ویناوې د خپل لنډوالي او د معنا د روښانه والي او د تلفظ د آسانۍ په خاطر لاهم ژوندي او لا هم هېرې شوې نه دي. زموږ د متلونو موضوعات ډیر دي؛ له سوداګرۍ نیولې، د جومات تر مسایلو، زده کړه، تولنیز روابط، مړي- ژوندي، کر- کیلې او ګڼ شمیر نورو ساحاتو کې زیات شمېر ځانګړي متلونه لرو، چې دا زموږ د خلکو د احساساتو، افکارو، دود– دستور، عقایدو او انګېرنو یوه بشپړه هنداره ده.
د یوه ملت د متلونو پېژندنه لکه د هغه ملت د فرهنګ او کړو- وړو د پېژندنې په شان ده.

متل ته په آلماني ژبه کې (spichworter)، په یوناني کې ورته( paroemia)،  په مجارستاني ژبه کې ورته (kozmondas)، په لاتیني کې ورته (proverbiur)، په انګلیسي کې ورته (proverb)، په جاپاني کې ورته (koto-waza، په ترکي کې ورته ( atalarosozu)، په سویډني ژبه کې ورته (srdospark)، په آسپانیایي کې ورته lefrall او د ختیز ګرجستان په ژبه کې ورته (qudoza ) وایي.

یوې لنډې وینا ته هغه وخت متل وایو چې دغه درې ځانګړتیاوې ولري: لنډیز، د معنا سموالی او غوره تشبیه.
یا: په لفظ کې ایجاز، کلکوالی، د معنا سموالی، غوره تشبیه او پخه کنایه.  په عوامو کې یې  شهرت او مقبولیت بله ځانګړنه ده.

امثال او حکم او متل سره یې توپیر
دا هغه له پند او حکمت څخه ډکې  لنډې د روښانه معنا لرونکې خبرې دي چې د خلکو په منځ کې ډیرې رواج دي او هره یوه یې له عبرت څخه ډکه خبره وي، خو د متل په پرتله لږ څه تفصیلي دي او تقریباً د یوې لنډې کیسې بڼه لري.

په دې توګه امثال او حکم  د متلونو یو بل تعبیر کیدای شي، دې ته فوکلوریستان د متل په اندازه اهمیت ورکوي او په ولسي – شفاهي ادب کې یې شمیري.

متل پیژندنه او څیړنه  ژوره فرهنګي او تاریخي  موضوع ده، د هغې څیړنه د يوې نوې ساحې په توګه هم تر بحث لاند راتلای شي، چې تر اوسه پورې موږ د افغاني متلونو موضوعي  مسایل نه دي څیړلي.

ډیرو ژبو؛ بیا په دري، ازبکي او پښتو کې ډېر متلونه شریک دي، دلته یې یو څو بېلګې راوړو:
دیوالونه هم غوږونه لري = دیوالها موش داره، موشها ګوش داره..

زه ساده، ته حرام زاده.
= مه ساده تو حرامزاده.
بد بوټی بلا نه وهیي.
بده بده بلا نمیزنه. …
پیاز دې وي په نیاز دې وي.
نان و پیاز، به پیشاني باز.
دوه پاچایان په یو تخت نه راځي
دو شیر دریک قفس  جای نمیشه.
د غریب غاښ په حلوا کې ماتېږي
دندان بی طالع در حلوا میشکنه
ړوند یو وار امسا ورکوي
کور فقط یکبار عصایش را ګم میکند.
كه غر هر څومره لوړ دی خو به سر يې لار وي. کوه هم ده سر خود راه داره
دغه ګز دغه میدان.
خر هغه خو کته یې بدله ده.
خر همو خر است، پالانش عوض شده..
یو انار او سل بیمار.
یک کشمش صد قلندر…
هم خرما او هم ثواب.
همدا دیګ او همدا شلغم
امو دیګ ، ام شلغم
از ګپ ګپ میخزه
له خبرو خبرې پیدا کیږي.
عجیبه ده چې آن یو شمېر بهرنیو ژبو کې ځینې متلونه یو بل سره ورته والی لري. په چینایي ژبه کې ډېر داسې متلونه شته، چې زموږ په دري او پښتو ژبو کې کټ مټ معناوې لري او همداسې په انګلیسي کې. مثلاً په انګلیسي ژبه کې یو متل دی چې وایي:
Much coin, much care!
ددې معنا داده چې څومره پیسې لري، هومره محتاط وي، خو  په پښتو، ازبکي،  او دري کې موږ داسې متل نه لرو، نو ددې معادل متل داسې  غوره کولای شو چې:
(برف هر کس به اندازی بامش)
د هرچا واوره د هغه د بام په اندزه ده.
ګڼ شمیر  متلونه زموږ د تاریخي هېواد د ټولو وروڼو قومونو ګډ مال ګرځیدلی دی او  ټول په یو شان سره د خپلې دغې فرهنګي پانګې د عالي  منځپانګې په اړه ویاړ کوي.
دا چې د هرې ژبې شفاهي ادب یا د شفاهي ادب  یوه برخه څېړل کیږي، نو په حقیقت کې د افغانستان ملي– ګډو افتخاراتو ته د خدمت په لاره کی یو ګام اوچتیږي. پخوا د وخت د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د علومو اکاډمۍ د فوکلور او شفاهي ادب؛ او بیا په دې کې د متلونو او لنډیو برخه کې د قدر وړ کارونه کړي وو،  متأسفانه اوس زموږ د کلتور دغه ژوره شتمني یا هېره ده، یا ورته پام نه کيږي. حال دا چې متلونه، بیا شفاهي ادب، زموږ د ملي هڅووب او آن د ټول بشریت د بډای فرهنګ یوه برخه ده او وي به.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx