افغانستان

چین په کابل کې د سوداګرۍ د ودې لپاره  نندارتون جوړوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،  ۵ سلواغه، ۱۴۰۰ل): ګلوبل ټایمز ته چینايي سوداګرو ویلي دي چې په په پام کې لري په افغانستان کې د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ د ودې په موخه یو لوی نندارتون جوړ کړي.

افغانستان او چین تر منځ په دې وروستیو کې سوداګریزو راکړو ورکړو رشد موندلی دی او چین د افغانستان د زراعتي توکو لپاره په یوه ښه مارکېټ بدل شوی دی.

په دې وروستیو کې د هوايي دهلیزونه له لارې چین ته سلګونه ټنه جلغوزي صادر شوي دي. همدا راز افغانستان ډيره برخه توکي له چین څخه واردوي.

ګلوبل ټایمز ویلي دي چې چینايي سوداګر به د روان کال د اپریل له میاشتې د کابل په چاینا ټاون کې د افغانستان او چین د سوداګریزو توکو د ټکنالوژۍ   نندارتون کوربه توب  وکړي.

ګلوبل ټایمز لیکلي دي چې د دواړو نندارتونونو لپاره تیاری نیول شوی دی او افغان چارواکو او چینايي سوداګرو ته په دې اړه دعوتنامې هم لېږل شوي دي.

د چاینا ټاون عمومي مدیر مرستیال لي ژیجینګ ویلي دي چې په اوسنۍ بڼه تیاریدونکی نندارتون بې ساری دی او تر دې وړاندې هيڅ چینايي شرکت دغسې نندارتون نه دی جوړ کړی.

هغه زیاته کړې چې دوی د افغانستان حکومتي ادارو ته دعوتنامې لیږلي دي او هغوی ورته ویلي دي چې دوی به په دغه نندارتون کې ګډون کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx