افغانستان

د عشر او زکات راټولولو اداره تاسیسیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،  ۵ سلواغه، ۱۴۰۰ل): افغان حکومت کابینې د عشر و زکات راټولولو د ادارې تاسیس پریکړه کړې ده.

د چارو ادارې په یوې مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي دي چې د وزیرانو شورا د رئیس الوزرا په مشرۍ غونډه کې دغه پریکړه کړې ده.

یادې ادارې زیاته کړې چې د کابینې په وروستۍ غونډه کې د عشر او زکات د راټولولو د ادارې د تأسیس، د بشري مرستو په برخه کې د شفافیت په اړه هم بحثونه او پریکړې وشوې.

یادې ادارې همدا راز ویلي دي چې  کابینې د غیردولتي مؤسساتو  له خوا د بشري مرستو د توزیع، او ملي پراختیا شرکت په اړه د ټاکل شویو هیئتونو له خوا چمتو شوې طرحې هم له څېړنې وروسته تصویب کړي دي.

عشر د کرهڼې زکات دی چې دهقان د هغه زراعتي محصولاتو چې د باران، سیند او د چینو په اوبو پڼه کیږي، لسمه برخه یې حکومت ته د ماليې په توګه ورکوي.

د دیني چارو کارپوهان وايي چې د عشر لپاره نصاب شرط نه دی او په هر مسلمان يې ورکړه لازمي ده. خو زکات بیا مقرر نصاب لري چې یواځې په هغه شرایطو برابر کسانو څخه مقرر مالیه اخیستل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx