افغانستان

کابینه: دولتي ادارې دې د برښنا شرکت قرضونه ادا کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،  ۵ سلواغه، ۱۴۰۰ل): افغان حکومت پریکړه کړې چې ټولې دولتي ادارې دې د افغانستان برښنا شرکت قرضونه ادا کړي.

د چارو ادارې په یوې مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي دي چې د وزیرانو شورا د رئیس الوزرا په مشرۍ غونډه کې دغه پریکړه کړې ده.

یادې ادارې لیکلي دي چې «کابینې فیصله وکړه چې ټولې دولتي ادارې مکلفې دي تر څو د برښنا شرکت هغه قرضونه ادا کړي چې د اسلامي امارت لخوا د کابل له فتحې وروسته اضافه شوي دي».

د یادونې وړ ده چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې کابینې په یوه غونډه کې د افغانستان برښنا شرکت مؤظف کړ چې د مقروضینو د جایدادونو د پلور او کرایه ورکولو لپاره دې طرحه جوړ کړي.

کابینې په دغه غونډه کې پریکړه کړې وه چې د برښنا شرکت مؤظف دی چې د هغه سیاستوالو، زومندانو او پخوانیو چارواکو چې د برښنا شرکت د خبرتیاو باوجود یې خپل بیلونه نه دي تحویل کړي، له دوی څخه د قرضونو د تر لاسه کولو دې طرحه جوړه او کابینې ته وړاندې کړي.‎

د راپورونو له مخې  افغانستان د برښنا شرکت قرضونه ۹۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شوی دی او ډیر دولتي ادارې د تېرو څو میاشتو راهیسې د بريښنا بیلونه نه دي تادیه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx