ورزش

ماليې وزارت کرکټ بورډ سره ۱۲ ملیونه افغانۍ مالي مرسته کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ سلواغه، ۱۴۰۰ل): مالیې وزارت د افغانستان کرکټ بورډ سره د ودې او پرمختګ په برخه کې مالي مرسته کړې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د مالیې وزارت له لوري ورسره د ۱۲ ملیونه افغانیو مرسته شوې ده.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک رسنیو ته ویلي چې دغه پیسې کرکټ بورډ ته د درې میاشتو لپاره ورکړل شوې دي.

د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس نصیب خان د ماليې وزارت له مرستې مننه کړې او زیاتوي چې دغه کړنه به د کرکټ په لا پرمختګ کې مرسته وکړي.

ښاغلی نصیب خان وایي، د کرکټ بورډ مشرتابه د حکومت مشرانو سره اړیکه لري او د هرې ستونزې په حلولو کې یې د بشپړ همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ که څه هم مالي بودیجه د بېلا بېلو سپانسرانو او شرکتونو په مرسته خپله تمویلوي، خو ځینې مهال حکومت د ودې او پرمختګ برخه کې له دوی سره مالي مرستې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx