افغانستان

فرانسه د افغانستان د نوي حکومت سره تعامل غواړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،  ۵ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د فرانسې د حکومت له استازو سره د ناروی په اوسلو ښار کې لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي چې ښاغلي متقي د فرانسې د اسیا او پاسیفیک څانګې رئیس برتراند لوتهوری او د جنوبي اسیا څانګې مسوول ډیمین سید سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې فرانسوي چارواکو په دغه کتنه کې وویل چې فرانسه له افغانستان سره اوږدې تاریخي اړیکي لري او سږکال به د ديپلوماتیکو اړیکو سل کاله هم ولمانځي څو دا اړیکې دوام ولري.

هغه زیاته کړه چې فرانسه غواړي له نوي سرپرست افغان حکومت سره تعامل ولري او هم د افغانستان له خلکو سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې په دغه کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر له فرانسې سره په مثبتو اړیکو ټینګار وکړ او د روغتیا، تعلیم او بشري مرستو په برخه کې يې د دوی د مرستو غوښتنه وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا په لوړه کچه د فرانسې حکومت سره د سرپرست افغان حکومت لومړۍ مهمه ناسته وه چې د توافق له مخې په راتلونکې به هم دغه ډول ناستو ته دوام ورکول کیږي.

د یادونې وړ ده چې د افغان حکومت یو لوړ پوړی پلاوی درې ورځې وړاندې د ناروی حکومت په بلنه دغه هېواد ته تللی دی او د مختلفو حکومتونو له استازو سره یې پر مختلفو موضوعاتو خبرې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx