افغانستان

اسیايي پراختیايي بانک له افغانستان سره ۴۰۵ میلیونه ډالر بلاعوضه مرستې تصویب کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ سلواغه، ۱۴۰۰ل): اسیايي پراختیايي بانک له افغانستان سره د ۴۰۵ میلیونه ډالرو بلاعوضه مرستې تصویب کړي دي.

دغه بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه مرستې به د ملګرو ملتونو له لارې د غذايي مصونیت، روغتیا او ښوونې په برخه کې لګول کیږي.

اسیايي پراختیايي بانک د معلوماتو له مخې د ۴۰۵ میلیونه ډالرو له منځه به د غذا نړیوال پروګرام ته ۱۳۵ میلیونه ډالر او د ملګرو ملتونو د غذا او زراعت سازمان ته ۶۵ میلیونه ډالر ورکړل شي.

همدا راز د ملګرو ملتونو د ماشومانو فنډ (یونیسیف) ته به ۲۰۰ میلیونه ډالر ورکړي څو په روغتیايي برخو اړوند خدماتو کې مصرف او هم پرې ۲.۳ میلیونه ډوزه کرونا ضد واکسین واخلي.

پر دې سربېره د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام ته د دغه فنډ له منځه یواځې ۵ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي څو د پروژو تطبیق وڅاري او د اسیايي پرمختايي بانک اغېز وڅيړي.

اسیايي پرمختیايي بانک په ۱۹۶۶ز کال تاسیس شوی او تر دې دمه ۶۸ غړي هیوادونه د دغه بانک غړیتوب لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx