روغتیا

روغتیا وزارت لسګونه ناقانونه روغتیایي مرکزونه وتړل او لس ټنه بې کیفیته درمل یې وسوځول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د عامې روغتیا وزارت تېره ورځ په یو شمېر ولایتونو کې د قانوني اسنادو په نشتوالي او له قانون څخه د سرغړونې په تور لسګونه روغتیایي مرکزونه وتړل او له لس ټنو زیات بې کیفیته او تاریخ تېر درمل یې وسوځول.

د روغتیا وزارت وایي چې په لوګر ولایت کې یې ۳۰ غیر قانوني  کلینیکونه، درملتونونه، لابراتوارونه او معاینه خانې تړلې دي.

دغه مرکزونه، د لوګر ولايت په محمد آغې، برکي برک او خوښي ولسواليو کې د عامې روغتيا رياست د څارنې ډلې له خوا د قانوني اسنادو د نه شتون او سرغړونو له امله وتړل شول.

د لوګر د عامې روغتيا رئيس ډاکتر قدرت الله عادل، په دغه ولايت کې د درملو د بيو د کنترول خبر ورکړی او زياته يې کړه، چې په دې برخه کې جدي ګامونه پورته شوي او هڅه کوي چې د خلکو روغتيايي اندېښنو ته لاسرسی ولري او قانون پر ټولو یو ډول پلي کړي.

ددې سربېره د دایکندي روغتیا ریاست مسئولین وایي چې په دغه ولایت په مرکز نیلي کې یې د فعالیت جواز نه لرلو او روغتیایي معیارونو په نه بشپړولو ۱۱ روغتیایي مرکزونه تړلي دي.

دایکندي لپاره د عامې روغتیا رئیس قاسم انقیاد ویلي چې د خصوصي روغتیایي مرکزونو او درملتونو د څارنې کمیتې نږدې دوه میاشتې وړاندې خپل کار پېل کړی او تر دې دمه یې یوولس ناقانونه روغتیایي مرکزونه تړلي دي.

بل لوري ته د لوګر روغتیا ریاست تېره ورځ ۱۰ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېر درمل چې د څارنې ډلې له خوا د دغه ولایت له مرکز او یوشمېر ولسوالیو څخه د یو کال په ترڅ کې راټول کړي وو وسوځول.

ښاغلي ډاکتر قدرت الله عادل وويل: د دغو درملو ټوليز ارزښت له څلور ميليونه افغانيو څخه زيات دى، چې د عامې روغتيا رياست او اړوندو ادارو د استازو د هلو ځلو او همکارۍ په پایله کې د لوګر مرکز، محمدآغې او بره کي برک ولسوالیو له درملتونونو څخه د روان کال په لړ کې راټول شوي او وزن یې لس ټنو ته رسېږي.

Image

ډاکټر عادل زياته کړه: موږ هڅه کوو چې د بې کيفيته درملو د پلور مخه ونيسو او له سرغړونکو سره به جدي او قانوني چلند وکړو، نوموړي همدارنګه ډاډ ورکړ چې هېڅ درملتون ته به د درملو د لوړې بیې د پلور اجازه ورنکړي.

ددې سربېره په دایکندي ولایت کې هم له ۴۳ درملتونونو څخه ۳۰۰ کیلو ګرامه بې کیفیته او تاریخ تېر درمل راټول او سوځولي دي.

ښاغلی انقیاد زیاتوي چې د بې کیفیته او تاریخ تېر درملو ارزښت ۱۷۴ افغانۍ اټکل شوی دی چې په تېره نږدې موده کې یې راټول کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx