افغانستان

زابل: کابل-کندهار پر لويه لاره دوه پلونه ورغول شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د زابل ولايت اړوند د کابل-کندهار پر لويه لاره يې دوه تخريب شوي پلونه جوړ کړي دي.

د ټولګټو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه دوه پلونه نن سې شنبه د ټولګټو چارو وزارت مرستیال بخت الرحمن شرافت له لورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د خبرپاڼې له مخې د یادو پُلونو د ګټي اخیستني په مراسمو کې د ټولګټو چارو وزارت مرستیال  بخت الرحمن شرافت وویل، چې  ددې تخریب شویو پُلونو پر جوړېدو پنځه میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دى چي د یاد وزارت لخوا ورکول شوي دي.

هغه زياته کړه چې د دوی وزارت  ته د کندهار ـ کابل لویه لاره لومړیتوب لري او هڅه یې داده، ترڅو ټول تخریب شوي ځایونه یې ورغوي.

د يادونې وړ ده چې افغان حکومت په ۱۴۰۰ل کال وروستۍ درې مياشتو بوديجه کې څلور عشاریه اوو ميليارده افغانۍ بوديجه ځانګړې کړې چې د راپورونو له مخې يوه اندازه به يې د سرکونو او پلونو په بيا رغونې ولګول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx