نظــر

نړیوال دې د اسلامي امارت له متوازن اقتصاد محوره سیاسي پالیسۍ څخه ګټه واخلي

رحمت الله فیضان

د ۲۰۲۲ کال د جنوري د میاشتې په ۲۲مه نیټه د هیواد د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت لوړ پوړی پلاوی د ناروې هیواد په رسمي بلنه د دغه هیواد مرکز اسلو ته سفر وکړ، هلته د افغان سرپرست حکومت د مسؤلینو او یو شمېر افغان شخصیتونو ترمنځ مشورتي ناسته وشوه، چې په ګڼو مسایلو یې نظرونه تبادله کړل، د افغان سیاسي شخصیتونو او د سر پرست حکومت اعضاو له مشورتي ناستې وروسته یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې پکې راغلي:
د ناروې هیواد په پلازمېنې اوسلو کې د افغان سرپرست حکومت د مسؤولینو او یو شمیر افغان شخصیتونو ترمنځ یوه ورځنۍ ګډه غونډه ترسره شوه.
په دې غونډې کې د مجلس ګډونوالو د یوه بل نظریات په پراخه سینه او حوصله واورېدل، د هیواد په موجوده حالاتو یې نظرونه تبادله کړل. افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور وبلل شو او تاکید وشو چې د هیواد د سیاسي، اقتصادي او امنیتي ښېرازۍ لپاره به ټول افغانان په ګډه کار کوي.
د غونډې ګډونوالو له لوري د افغانستان د ټولو ستونزو يواځينۍ حل لار تفاهم او ګډه همکاري وبلل شوه. ټولو ګډونوالو په یوه خوله دا ډول ناستې د هیواد په ګټه وبللې، په پای کې ګډونوالو د داسې فُرصت برابرولو له کبله له ناروې هیواد مننه وکړه.
د افغان سیاسیون ترڅنګ د اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي د امریکا، برتانیا، ناروې، جرمني، ايټالیا، قطر، فرانسې او اروپايي اتحاديې له استازو سره په اوسلو کې ناسته وکړه او په اقتصادي، بشري مرستو، امنیت، د مرکزي بانک په فعالیت، روغتیا او نورو اړوندو مسائلو ورسره بحثونه وکړل او د دغو هیوادونو د استازو پاملرنه یې د افغانستان لور ته را واړوله.

د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیرخان متقي هم د اوسلو د غونډې په باب خبریالانو ته په ناسته کې وویل: په افغانستان کې له څلوېښت کلنې جګړې وروسته امن راغلی دی، ټول افغانان پر یوه ټغر را ټول شوي، جنګ جګړه پای ته رسیدلې، د دې وخت رارسیدلی چې په هیواد کې اقتصادي فعالیتونه ترسره شي، نړیوال دې زموږ له متوازن اقتصاد محوره سیاسي پالیسۍ څخه ګټه واخلي، افغانستان به نور د جګړو او آخ ډب مرکز نه وي، دلته به نور د چا په ګټه او زیان جګړه نه کیږي، نور به افغانستان د اتصال، اقتصاد او مفاهمې مرکز وي، موږ د سیمې له هیوادونو، ګاونډيو هیوادونو، اروپايي هیوادونو همدا راز له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړو‌.

ښاغلي متقي ناوري ته د خپل سفر په اړه وویل: ناروي ته زموږ سفر له بریا و ډک و موږ دلته له یو شمېر افغان شخصیتونو سره ولیدل دا کوم مذاکرات نه ول بلکې د هیواد د حالاتو په اړه د نظرونو تبادله وه، ښه نظرونه او مشورې سره تبادله شوې، په ناسته کې په دې ټینګار وشو چې ټول افغانان په ګډه د خپلو خلکو او هیواد لپاره کار وکړي، دا د اسلامي امارت پالیسي ده چې افغانستان د ټولو افغانانو کور بولي او ټولو افغانانو ته یې غیږ پرانستې ده، اروپا ته چې څومره افغانان راغلي هغوی ټولو ته پیغام ورکوو چې خپل هیواد ته آزادانه تګ را تګ او خدمت کولی سي، موږ به ټول هغه افغانان که د نړۍ په هر ځای کې وي پر یوه ټغر را ټولوو ترڅو افغانستان له څلوېښت کلنې جګړې وروسته د ابادۍ، سوکالۍ او بیا رغونې پر لور بوځي،
د ناروې له سفر څخه له نورې نړۍ سره د مفاهمې په ښه ستیج باندې راغلو ښې ناستې او مجالس مو درلودل او د همدې ناستو له لارې به افغانستان ته بشري مرستي جلبوو.

ښاغلي متقي وویل د دې ترڅنګ مو د ګڼ شمېر هیوادونو له استازو سره ناستې درلودې او دا ناستې به نورې هم دوام کوي‌.

ښاغلي متقي د امنیت په برخه کې وویل: په افغانستان کې سر تاسري امنیت را منځته شوی د جګړې عوامل چې بهرنی اشغال و له منځه تللی، په شل کلنه تحمیلي جګړه کې د بهرنیانو او د هغوی پر لاس د جوړ شوي وژونکي ماشین ( اردو) له لوري زموږ هیواد والو ته درانه ملکي تلفات واوښتل چې اوس دا تلفات صفر ته را ټیټ شوي.

د ټول شموله حکومت د تشکیل په اړه د بهرنیو چارو وزیر وویل: که د ټول شموله حکومت له تشکیل څخه هدف د اقوامو ګډون وي نو ټول اقوام په حکومت کې برخه لري، که موخه ترې سمتونه او ولایاتونه وي بیا هم په حکومت کې د ټولو ولایاتو او سمتونو خلک برخه لري، که له ټول شموله حکومت څخه موخه د تېر حکومت د مامورینو ونډه وي نو موږ هیڅوک له دندې څخه نه دي لرې کړي او د تېر حکومت پنځه سوه زره مامورین راسره کار کوي، بیا هم موږ هڅه کوو چې خپل حکومت ته نوره هم وده ورکړو او زیات شمېر علمي او فني کدرونه جذب کړو.
د مرستندویه انجوګانو د امنیت په اړه ښاغلي متقي زیاته کړه:
ځینې مغرضې کړۍ د افغانستان امنیت بل ډول تعریفوي، واړه موضوعات غټ ښیي خو پنځه مياشتې کیږي چې موږ کابل ته راغلي یو تر اوسه هیڅ مرستندویه ادارې ته هیڅ ډول ګواښ نه دی متوجه سوی، دا ددې استازيتوب کوي چې په افغانستان کې د هرچا لپاره په هر ځای کې امنیتي فضا را منځته شوې او د هیچا لپاره ګواښ نشته.

په حکومت کې د مېرمنو د ونډې په اړه د بهرنیو چارو ښاغلي وزیر وویل:
همدا مهال د روغتیا په برخه کې له موږ سره پنځلس زره مېرمنې کار کوي، د ښوونې او روزنې په زیاته برخه کې میرمنې ونډه لري، د مېرمنو د استخدام سلسله ورو ورو مخته روانه ده، په ټولو هغو ځایونو کې چې د مېرمنو استخدام ته اړتیا وي استخدام به شي.

اخوا ته بیا تر دې وړاندې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي وو، چې دغه هيواد به د طالبانو، د افغانستان د مدني ټولنو او د متحدو هېوادونو د استازو د یوې غونډې کوربتوب وکړي او ددې ناستې موضوع به افغانستان کې د بشري وضعیت څېړل او شته ستونزو ته د حل لارو په هکله خبرې او بحثونه کیږي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx