ورزش

افریقا فوټبال جام: د نندارچیانو ګڼه ګوڼې له ۴۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، 5 سلواغه، ۱۴۰۰ل): په کامرون هېواد کې د افریقا فوټبال جام سیالیو پرمهال د نندارچیانو ګڼې ګوڼې له کبله له څلویښتو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بي بي سي له لوري په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې په افریقا جام کې د سیالۍ پېلېدو پرمهال لوبغالي ته د نندارچیانو ګڼه ګوڼې ۸ تنه وژلي او ۳۸ نور ټپيان شوي دي.

راپور زیاتوي، د افریقایي هېوادونو کامرون او کموروس لوبډلو ترمنځ د شپاړسم پړاو سیالۍ پرمهال لوبغالي ته په یوه وخت زیاتو نندارچیانو د ننوتلو کوښښ کاوه چې له کبله یې ګڼه ګوڼه رامنځته شوې ده.

پر ټولنیزو رسنیو یو شمېر ویدیوګانې او عکسونه ښيي چې نندارچیان پرته له تنظیمیدو لوبغالي ته ننوځي چې زیاتې ګڼې ګوڼې ګڼ شمېر کسان وژلي او یو شمېر نور ټپيان کړې دي.

راپورونه وایي، دغه لوبغالی چې نوی چمتو شوی شاوخوا د شپيته زره نندارچیانو د ځایېدو ظرفیت لري، خو د کووید-۱۹ ناروغۍ له کبله ۸۰ سلنه یا پنځوس زرو نندارچیانو اجازه ورکړل شوې وه، چې نندارچیانو له نظم و ضبط پرته د داخلېدو کوښښ وکړ.

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) وایي چې د کامرون حکومت سره په اړیکه کې دي او د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د پېښې جدي څیړنې کوي.

تر دې دمه د کامرون حکومت د پېښې په اړه معلومات نه دي ورکړي او نه یې څرګنده کړې چې نندارچیانو ته پرته له ټکټه د داخلېدو اجازه ورکړل شوې ده. خو د یادې پېښې سربېره لوبه سرته ورسېدله او کامرون خپل سیال ته په ۱۰-۰ ماتې ورکړه.

د یادونې ده چې د افریقا جام په پېل کې لوبغالو ته د نندارچیانو کم تګ ددې لامل شوی و چې حکومت خلکو ته وړیا تګ راتګ او وړیا ټکټونه وویشي، چې دا هم د ګڼه ګوڼې یو لامل ګڼل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx