افغانستان

د ناروې خیریه مؤسسې د روغتیا او ښوونې په ګډون مختلفو برخو کې افغانانو سره مرستې کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د ناروې د خیریه مؤسسو او ټولنو استازو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې د روغتیا او ښوونې په ګډون مختلفو برخو کې افغانستان د مرستې ژمنې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، دغه لیدنه چې د ناروې پلازمینه اوسلو کې ترسره شوه، په ترڅ کې یې ددغه هېواد اوو خیریه مؤسس او ټولنو  برخه اخیستې وه او د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو خبرې او بحثونه ترسره شول.

نوموړی زیاتوي، د غونډې په جریان کې د ناروې د خیریه مؤسسو مسئولینو د روغتیا، ښوونې، کرنې او مالدارۍ او ماین پاکۍ په ګډون مختلفو برخو کې د بشري مرستو ژمنې کړې دي.

د بلخي په خبره د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي یادو مرستندو مؤسسو ته د مرستو په رسولو او عادلانه توزیع کې د بشپړ همکارۍ ډاډ ورکولو ترڅنګ په افغانستان کې رامنځته شوی امنیت د مرستو رسولو لپاره یو ښه فرصت بللی دی.

باید وویل شي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په مشرۍ لوړ پوړی افغان پلاوی د روانې اونۍ په پیل کې په رسمی بلنه ناروې هېواد ته تللی او هلته یې د یو لړ افغان شخصتیونو ترڅنګ د کوربه هېواد له چارواکو، د امریکا، کاناډا، برتانیې په ګډون د یو شمېر اوروپايي هېوادونو له استازو سره هم لیدنې کتنې کړي او ټولو په افغانستان کې له بشري ناورین څخه د مخنیوي په خاطر افغانانو سره په مختلفو برخو کې په مرسته کولو ټینګار کړی دی.

په افغانستان کې د پخواني رژیم له سقوط وروسته اروپا ته د نوي افغانستان حکومت دا لومنی رسمي سفر دی چې اروپا ته ترسره کیږي کوم چې د بهرنیو چارو وزارت په خبره له لاسته راوړنو ډک او راتلونکي کې د ښو پایلو تمه ورته کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx