افغانستان

د هوایي چلند  او ملکي خدماتو انستیتوت له ١٥ سوه نجونو او هلکانو کانکور ازموینه واخیسته

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ٦ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د هوايي چلن او ملکي خدماتو انستیتوت له ١٥ سوه نجونو او هلکانو کانکور ازموینه واخیستله.

د ملکي هوايي چلند ادارې د معلوماتو له مخې د هوايي چلند ادارې اړوند انستیتوت ته ٣٧٠٠ دولسم صنف فارغانو اسناد جمع کړي ول چې د اسنادو له ارزيابي وروسته  ١٥٠٠ نجونو او هلکانو په ازموينه کې د شموليت کارت ترلاسه کړ.

د يادونې وړ ده چې د ملکي هوايي چلند انستيتوت د ١۴٠١ل کال لپاره ٨٠ تنه محصلان نيسي.

د ملکي هوايي چلند ادارې د معلوماتو له مخې دغه انستیتوت ته د لارې موندلو لپاره متعلمين لومړى تحريري امتحان ورکوي او له هغه وورسته دوهم پړاو ته ځي او په دوهم پړاو کې د ټولو بريالي کسانو له منځه يې ٨٠ محصلین ياد انستیتوت ته معرفي کيږي.

بریالي کسان به د هوایي ټرافیکو کنټرول او ټکنالوژي و لولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx