افغانستان

امریکا کې د افغان دیپلوماتانو بانکي حسابونه تړل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ سلواغه، ۱۴۰۰ل): په امریکا کې د افغان دیپلوماتو بانکي حسابونه تړل شوي او دا کار هلته د میشتو دیپلوماتانو لپاره په لوی سرخوږي بدل شوی دی.

د امریکا غږ انګلیسي څانګې په امریکا کې د میشتو دوو افغان دیپلوماتو چې د نوم له ښودله ډډه کوي، خبر ورکړی چې په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت او په امریکا کې د افغانستان د دوو قونسلګریو له تیرې یوې میاشتې راهیسې په لنډمهالي توګه تړل شوي دي.

د پخواني رژیم له سقوط وروسته واشنګټن کې افغان سفارت له کابل څخه بودیجه نه ترلاسه کوي او هڅه کوي چې د لګښتونو په کمولو سره خپلو فعالیتون ته دوام ورکړي.

ددې راپور په اساس په امریکا کې د افغانستان د قونسلګریو نوي پاسپورټونه ختم شوي دي؛ خو د تاریخ تیر شوو پاسپورتونو تمدید روان دی او همدا لامل دی چې دیپلومان له دې لارې ترلاسه کېدونکي مالیات خپلو شخصي بانکي حسابونو ته ولیږدوي.

ددې موضوع په هکله یو افغان دیپلومات ویلي، چې امریکايي چارواکو په دې اړه رسنیو سره له خبرو کولو منع کړي دي. ددغه دیپلومات په خبره تراوسه چې کوم مذاکرات د یادې موضوع په هکله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سره شوې دي، بې پایلو پای ته رسېدلي دي.

د پخواني رژیم له سقوط وروسته په امریکا کې د افغانستان د دایمي استازي په ګډون ۹۰ تنه دیپلوماتان پاتې شوي دي؛ خو یاد دیپلوماتان د سفارت د بانکي حساب تړل سفارت ته د پیسو د لیږد او ددوی د معاشاتو د ورکړې په سیستم منفي تأثیر غورځولی دی.

په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند بیا ویلي چې په دې هېواد کې د افغانستان د دیپلوماتیک ماموریت په باور کې کوم بدلون نه دی راغلی؛ خو داچې بانکي حسابونه یې ولې تړل شوي په هکله یې له څه ویلو ډډه کړې ده.

په افغانستان کې د پخواني رژیم له سقوط وروسته د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو کې د افغانستان دیپلوماتیکو استازولیو له پلازمینې کابل سره اړیکې شلولي او په خپلسرې توګه یې فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.

ددې ترڅنګ بیا د اندونیزیا، پاکستان او چین په ګډون ځینو نورو هېوادو کې د افغانستان سیاسي استازولیو له بهرنیو چارو وزارت سره په همغږۍ خپلې چارې او فعالیتونه تنظیم کړي او ځینو برخو ته نوي دیپلومات هم ورپېژندل شوي دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx