نړۍ

پاکستان یو هندی پوځي نیولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۱۵مه ۱۳۹۳ل): پاکستاني ځواکونو یو هندی پوځي د پنجاب ایالت په سیالکوټ ښار کې نیولی دی.

پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس دغه هندی پوځي پاکستان خاورې ته داخل شوی او هلته د دوی ځواکونو نیولی او یو نامالوم ځای ته د تفتیش لپاره بېولی.

د پاکستان او هند تر منځ دیپلوماتیکې اړیکې چې له پخوا ښې نه دي، خو په دې ورستیو کې تر هغې وروسته نورې هم خړې شوې چې دواړو هېوادونو په یو بل تور ولګولو چې د کنټرول په کرښه يې په یو بل ډزې کړي دي او د هند لوی درستیز پاکستان ته ګواښ وکړ چې پاکستان ته به «غاښ ماتوونکی» ځواب ورکړي.

د روان کال د جولايي په میاشت کې د سیالکوټ ښار سره نېږدې د دواړو هېوادونو د پوځيانو له لورې په یو بل ډزې وشوې چې په ترڅ کې یو تن ووژل شو او ۳ نور  ټپیان شول.

همدا راز د جولايي په ۱۶مه د هند او پاکستان د ځواکونو تر منځ ډزو کې ۲ پاکستاني پوځيان ټپي شول.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان تر جوړیدو وروسته د هند او پاکستان اړیکې همېشه د درزونو ښکار دي، دواړو هېوادونو په تېرو ۶۷ کلونو کې ۳ ځل ستر جنګونه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x