افغانستان

د بهرنیو ځواکونو یو پخوانی همکار امریکا کې د یوې ماشومې پر جنسي ځورونې تورن شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو ځواکونو یو پخوانی افغان همکار چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال امریکا ته لیږدول شوی، د سمندري ځواکونو «کوانتیکو» پوځي کمپ کې د یوې درې کلنې ماشومې پر جنسي ځورونې تورن شوی دی.

د امریکا د عدلیې وزارت وايي، د محمدطارق په نوم تورن کس چې ۲۴ کاله عمر لري د دوو امریکايي پوځیانو لخوا د کډوالو په یو کیمپ په داسې مهال نیول شوی چې د یوې درې کلنې ماشومې مخ او غاړه یې مچو کوله او ددې ترڅنګ یې ددغې ماشومې په سینه او تناسلي آلې باندې لاس وهلو.

تورن کس چې د تیرکال سپمتبر میاشت کې ددې ماشومې په جنسي ځورونې تورن شوی ؤ، تیره اونۍ د ویرجینیا ایالت «الکسندریه» ښار محکمې د عدلي هیئت لخوا مجرم پېژندل شوی دی.

که څه هم د امریکايي ځواکونو دغه پخواني همکار ادعا کې چې په افغانستان کې د ماشومانو ښکلول او لاس ورباندې تیرول د افغانستان په کلتور کې کوم جرم نه دی؛ خو داچې نوموړي له دغې ماشومې سره پخوانۍ پيژندګلوي نه لرله، نو ټاکل شوې ده چې د روان کال اپریل میاشتې په ۲۶ نیټه یې د محکمې لخوا ټاکلې جزا اعلان شي.

د امریکا د جزائي قانون له مخې د ماشومانو جنسي ځورونکو ته د ټول عمر قید ورکول کیږي؛ خو د نوموړي مدافع وکیل بیا د محکمې په دوسیه کې لیکلي چې موکل یې د پخواني رژیم تر سقوط پورې له امریکایي ځواکونو سره کار کاوه او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په جریان کې لومړی قطر، بیا جرمني‌او وروسته په ویرجینیا کې د کوانټیکو کمپ ته منتقل شو.

د چارو په باور هغه افغان عسکر او ملیشې چې د امریکايي ځواکونو لخوا په ځانګړي ډول د خلکو په کورونو د چاپو او شپنیو عملیاتو لپاره روزل شوي او دا مهال امریکا ته لیږدول شوي دي، ددوی جرمي او خونړۍ سابقې ته په کتلو شاید هلته هم په جرمونو لاس پورې کړي او امریکايي  ټولنه کې هم هغه وحشت او ترهه خپره کړي، کومه چې ددغو ځواکونو لخوا افغانستان کې خپره شوې وه.

باید وویل شي چې امریکايي ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو پرمهال یو شمېر هغه ملیشې او اینجنټان چې په تیرو شلو کلونو کې یې له دغو ځواکونو سره ګډ کار کړی وو، د الوتکو له لارې امریکا، متحده عربي اماراتو، قطر، جرمني، یوګاندا او یو شمېر نورو هېوادونو ته ولیږدول چې دا مهال هلته په پوځي کیمپونو کې ژوند کوي او د یوې اوږدې پروسې له تیرولو وروسته د عاي ژوند کولو اجازه ورکول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ورک ځاځی

امریکا دا شل کاله ټول چار عيب شرعي او جنايت کاران پر مونږ باندې تحميل کړى ول. د الله سبحان وتعالى څومره ښايسته انصاف ده چى نن هم دى ورک شول او هم د دوى پللي سپى ورک شول. بيرته د دوى د خپلى غاړى هار شول او پر خپله دوى باندې ورداړى.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx