ورزش

یو شمېر ملي لوبغاړي پاکستان سوپر لیګ کې ګډون لپاره دغه هېواد ته تللي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، 6 سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي په پاکستان سوپر لیګ کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته سفر کړی دی.

افغان لوبغاړو د هالنډ پر وړاندې په درې یو ورځني سیریز کې له بریا وروسته د پاکستان کراچي ښار ته سفر کړی چې په سوداګریز لیګ کې ګډون وکړي.

د ملي لوبډلې چټک توپ وهونکی حضرت ځاځی او آلراونډر محمد نبي چې د هالنډ پر وړاندې د ملي لوبډلې پرخه نه وو، دمخه د پاکستان کراچي ښار ته رسېدلي او له خپلو لوبډلو سره یوځای شوي دي.

بل لوري ته راشد خان او رحمن الله ګربز چې د لاهور قلندرز او اسلام اباد یونیټډ په لوبډله کې دي، نن چهارشنبه پاکستان ته سفر کړی دی.

راشد خان تېر کال د لاهور قلندرز لوبډلې سره لوبېدلی و چې سږکال هم یادې لوبډلې له ځان سره نېولی دی.

ټاکل شوې ده د پاکستان سوپر لیګ ۷م پړاو سیالۍ سبا پنجشنبه د کراچي په نیشنل لوبغالي کې د کراچي کینګز او ملتان سلطانز لوبډلو ترمنځ پېل شي.

د یادونې ده چې په یاد لیګ کې د افغان لوبغاړو له برخې نوین الحق او نور احمد هم اخیستل شوي وو، خو یادو لوبغاړو د ځینې شخصي وجوهاتو له کبله د نه ګډون اعلان وکړ.

https://twitter.com/PeshawarZalmi/status/1486103379155820553?s=20

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx