
شعـــــرونه
مست رودونه/ نومير
فدامحمد نومير
دا به مځکه دا اسمان دا به وي ستورې
دا د نن ورځې سختۍ به نه وي نورې
نه به لوږه، نه به تنده، بې کوري وي
نه به اه، نه به فرياد وي د برارې مورې
تورو غرو نه به ياقوت او لعل را زيږي
ځمکه شنه به زمرود کا په هر لوري
د وريځو نه به سپین الماس رالويږي
ملغلرې د اسمان نه به را اوري
دا شڼ مست رودونه هم به را مهار سي
د حيات اوبه به درومي دورې وري
وې پوښلې به بيديا په مخملونو
څومره سترګې چې کاته کا هوري دوري
شان شوکت به د افغان بيا را ژوندی سي
چې را غونډ يې امراء سي تر يو سيوري
د يتيم کونډې به يو مخ داد رسي وي
د عمر (رض) عدل جاري به وي هر لوري
افغانان به بيا شي سيال د سيالدارانو
د نومير خوب به رښتيا شي په دا توري
متحده ايالات ، کلفورنيا