روغتیا

افغانستان کې د کرونا پېښې یو ځل بیا مخ پر زیاتېدو دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د عامې روغتیا وزارت وایي چې په هېواد کې یو ځل بیا د کرونا ناروغۍ پېښې مخ پر زیاتېدو دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر رسنیو ته ویلي چې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې ۲۴۹ کسان په کووید-۱۹ ناروغۍ اخته شوي او څلور کسان مړه شوي دي.

د نوموړي په وینا، په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د ۲۰۰۸ کسانو معاینات کړي چې له مخې یې د ۲۴۹ کسانو پایلې مثبتې ختلي دي.

جاوید هژیر زیاته کړې چې ۱۹۵ کسان په کابل، ۹۹ ننګرهار، ۳۸ وردګ، ۲۰ کندهار، کونړ، ۱۵-۱۵ لغمان او پنجشېر، ۱۰ پروان، ۷ هلمند، ۶ خوست او ۵ کسان بلخ ولایت کې په یادې ناروغۍ اخته شوي دي.

هغه وویل چې د مثبتو پېښو سربېره په تېره یوه شپه او ورځ کې ۴۴ د کووید-۱۹ ناروغان بېرته رغېدلي هم دي.

دا په داسې حال کې چې د سه شنبې په ورځ د عامې روغتیا وزارت په وینا په ۲۱۴ کسانو کې کرونا ثابته شوې وه او ۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

بل لوري ته د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو سربېره د افغانستان په ګاونډي هېوادونو کې هم د کرونا اومیکرون بڼه په پراخه کچه خپره شوې ده، چې له کبله یې یو شمېر محدودیتونه وضع شوي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت وایي چې په هېواد کې د اومیکرون بڼې د تشخیص آلات او تجهیزات نه لري تر څو ددغې ناروغۍ پېښې معلومې کړي.

د روغتیا وزارت په وینا دوی د روغتیا نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو څخه په دې برخه کې د مرستو غوښتنه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx