ټولنیزه برخه

نبوت انساني اړتيا ده«۳۱» برخه

اسدالله رزین

امتی صاحب!
ډیرې سختې شپې او ورځې مو تېرې کړې. د باندې وتلو واک مو نه و، د شپې له لوري مو پخپلو کورو کې څراغ نه سوای لګولای. د رادیو د اوریدلو اجازه نه وه. ډیر وحشي یرغلونه مو له هوا، ځمکې او اوبو ومنل، د شهادتونو قافلې مو تر خاورو لاندې کړې، د ټول کلي کلابندي مو په وار وار ولیده.
له هیواده په بد حالت کې ووتو، هیڅ شی مو نه درلودل، په غرو او دښتو کې وږي تږي، لوڅې پښې او لوڅې اوږې په کړوپه ملا د دښمن د تعقیب له ویرې و ګرځېدو. هیواد مو ړنګ او حکومت یی را پرځولی و، ټپیان به مو هم په شا را سره ګرځول، خو له دې ټولو ستړیو سره مو مجاهد ورور دښمن ته و نه سپاره. د خپل شاندار تاریخ مو درناوی وکړ او د عظمت شمله مو ورټیټه نه کړه.

امتي صاحبه!
هغه چا چې خپلو اسلامي نوامیسو، ارزښتونو، بنسټونو او عظمتونو ته ونه کتل او د څو ډالرو او شاباسي په بدل کې یې دوزخ ډوله بند خونې د خپلو مجاهدینو وروڼو په امریکا او ناټو د پیرودلو لپاره ډکې کړي.
زه نه پوهیږم چې دوی به د خپل وجدان محکمې، تاریخ او خدای ته څه ځواب وایي او دغه د بې ننګۍ داغ به خپلو راتلونکو نسلونو ته څرنګه توجیه کوي.

امتي صاحبه!
۱۴۰۰ کاله وروسته د مېړانې او ایمان ډګریزه ننداره وه چې انسانیت یې زموږ د له برمه ډک تاریخ له پاڼو په یاد کې واچاوه او ددې مبارک دین په فضیلتونو او حکمتونو پسې یې قلمونه را واخیستل، د کتابتونونو دروازې یې ور و ټکولې او په ځانګړي ډول سره په یورپ او امریکا کې یو لوی شمېر بختور انسانان کتابتونونو ته په لاره کې په اسلام مشرف سول او ویې منله چې دا ځانګړنه هم له اسلامه سره ښایي چې بې شمېره جغرافيې او فرهنګونو ته تر خپلې مهربانې سینې لاندې د اوسیدا ځای ورکوي، نو د همدغه رښتیني دین حق جوړیږي چې چیرته غواړي هلته ولاړ سي او انسانیت ورته را وبولي، ځکه چې د اوسیدو لپاره پرېمانه صلاحیتونه لري. له هیڅ شي نه اغیزمن کیږي او هر شی ترې اغیزمن کیدای سي. او د یادونې وړ خولا داده چې اغیز یې د خلاصېدو هم نه ده او ترې اغیزمن بیا پخپله خوښه هر څه ترې جارولای شي.

امتي صاحبه!
دوی اوس موږ مطالعه کړي یو. زموږ د دیني او ټولنیزو نندارو په خوند ژبې ټکوي چې د یو ځای کېدو دومره پرېمانه فرصتونه لري او په څومره انساني ادب او لباس کې د برخې اخيستو لپاره په ټول وقار برخه پکې اخلي او ټاکلی مهال د انساني انس تر حکم لاندې سره تیروي او بېرته په هغه کیفیت کې ترې وځي.
لکه لمونځونه، روژې، روژه ماتي، اخترونه، حجونه، ودونه، ولادتونه، د نکاح ناستې او نور…
دوی زموږ د فامیل او فامیلي نظام په سیوري کې د محبتونو او لورېدنو تبادلې ته حیران پاته دي او په خپل څاروي ډوله ژوند یې لعنت ویلو ته اړ ایستي دي.
دا ځکه چې محبت د انساني خټې له غوښتنو یو دي. چې له دوی یې اغوا کړی دی، خو چې کله یی وویني بیا نو د انسانیت په حکم ډېر ترې اغیزمن کیږي.

دوی د دیموکراسۍ تر غولوونکي سرلیک لاندې د یوې بې بندوباره، بې پولې او څاروي ډوله آزادۍ قربانیان دي.
دوی د پلارتوب، مور توب، زوی توب، لورتوب، وراره توب، ماما، کاکا توب او نورو توبونو خوند نه دی لیدلی. د(مه کوه) خوند یې بیخي له یاده وتلی ده. ځکه چې بیا ديموکراسي خپه کیږي او ګرلز فرینډ فامیل تباه او انسانیت تباه حیواني هوس ته درناوی نه کیږي او د همجنس بازۍ لعنتي کړنې ته سپکاوی دی.

امتي صاحبه!
ستاسې به خامخا د امریکا د نوموړي او بریالي ولسواک(بل کلنټن) د جنسي اړیکو د رسوایۍ کیسه له (لیونسکې) سره په یاد وي، چې د ټولې نړۍ غوږونو او سترګو ته یو ډول کیښودل سوه او په ټولو ژبو اوله پرته خبره همدغه خبره وه او له څو نمایشي مرحلو وروسته چې هغه هم د دوی ترمنځ د یوه انتقالي عمل برخه وه، بېرته د پلار بوش له خوا د بښلو وړ وګرځېده. ځکه چې دوی هر یو په همدغسې شرمو شرمیدلي دي او (جوبایډن) هم.

دغه لیکې توروم چې په ګران افغانستان کې د امریکې یرغلګرو لښکرو د مشر او نامتو جنرال(جان الن) او (پیتریوس) چې دا هم هغومره لوی او نامتو جنرال ده د ناروا جنسي اړیکو د رسوایۍ رښتینې پېښې د دوی له لوري را برسېره شوي. ان تر دې چې(جان الن) یې په استعفاء کولو هم اړ ایستی و، خو(جان الن) د ډېر باور له مخې بېرته پخپله دنده پاته او اعلان یې وکړ چې جان الن د نړۍ له سترو جنرالانو یو دی. یا د اسرائیلو د ښځینه باندنیو چارو د وزیرې(سبي لیوني) د جنسي ناروا اړیکو د رسوایي پېښه چې نوموړې په ډیر ویاړ سره منله چې د نړۍ له ډېرو لوړ پوړو او په ځانګړي ډول له عربي چارواکو سره یې لرلې او بیا یې هم لرل؛ غواړي. ترڅو له همدغې لارې د خپل قوم په چوپړ کې پاته سي.

امتي صاحبه!
دوی کله کله د فطرت له ژبې، معنویتونو او اخلاقو هم اغیزمن کیږي، لکه د عمر مختار په کیسه کې د ايټالوي جنرال اغیزمن توب.
یاد جنرال د عمر مختار ټیکاو، وقار، نه ماتیدونکی استدلال، لوړ همتي، صبر او له آرمانه سره د مینې کچه ولیده، نو ځکه یې د وجدان په حکم ځان ترې اغیزمن پیدا کړ. ځکه چې جنرال د انساني خټې د تمثیل ننداره پخپلو سترګو ولیده، نو د انسانیت په حکم دۀ هم اغیز ترې واخيست.

کنه و د ديموکراسۍ په چوکاټ کې د دغسې اغیزمن توب لپاره بیخي ځای نسته او لامل یې هم دادی چې هلته اغېز په ظواهرو پورې اړه پیدا کوي او عمر مختار، خو ظاهراً ډېر سپیره، سپین ږيري او خوار پوښي وو. د اغیز کچه کله کله دومره لوړیږي چې بغاوتونه هم را منځ ته کوي او په پایله کې د انګلستان د پخواني لومړي وزیر (توني بلیر) خوښینه (لورین بوت) هم د ایمان راوړلو ویاړ تر لاسه کوي او اسلامي غوره اخلاقو ته په کتو سره په پړونې کې دروندوالی ویني او پخپل سره یې اچوي.

امتي صاحبه!
بیخي د منلو ده چې موږ د دوی له لاسه دیرې نا خوالې، نارواوې او وحشتونه چې په ډیره بې وسۍ کې ورسره مخ سو ولیدل. ډیر مو وژړل، د ډیرو عزیزانو په وینو ورنګیدو، ډېرې پټې او ښکاره سلګۍ مو واوریدې، ډیرې کتار سوې اوښکې مو د بې ګناه ماشوم په بې ګناه مخ ولیدې، ډیر ټغرونه مو ویړ کړل. ډیر زیارتونه مو راوننګول، د دموکراسۍ د لوریدنو په لړۍ کې مو د ډېرو بې لاس پښو او بې سترګو عزیزانو هرکلی وکړ، ډیر کونجونه مو په لکڼو او پلاستیکي پښو ډک کړل، ډیر په بې دردۍ خوږ انسانان مو ولیدل، ډیرې پاکې هیلې مو خاورو ته ورکته کړې، داسې بې رحمي او ډبر زړه توبونه مو ولیدل چې تاریخ پرې شرمیږي.

امتي صاحبه!
ډیر پلرونه مو ولیدل چې په خیالونو کې له خپل شهید زوی سره په محبت لګیا وو، بل هیڅوک یې نه لیدل. هغه ته یې کتل او ترې اوریدل یې. هغه یې د زړه دنیا وه. کله کله به یې په بریتو کې ورته وهم خندل. دی هم لکه شهید داسې و، مینه یې نه ماتیده، په دغه وخت کې به یې ریږدیدلی لاس هم ښوراوه او ډېر ماشومان ترې چاپیر وو، خو د شهید پلار بل چاته نه کتل. په ډېر لوړ آواز ورسره لګیا و، ځکه چې یوازې دوی دواړه وو، د شهید آواز یې هم اوریده او ماشومانو ویل دا لیونی دی. خلکو دی پیژانده چې لیونی نه بلکې د شهید پلار دی. هغو شهید هم پیژاند چې څومره میړنی، له حیا ډک او د هر چا ځوان و.  د کوزدې یې هم بیخي لږ شپې وتلې وې چې هرڅه یې د خپل خالق تر مینې جار کړل. شهید د هیچا هم نه و هېر. ځکه چې د هیریدو نه و،خو چې کله به یې پلار په دغسې حال کې ولید، نو بیا به د شهید ړنګه ځواني او ډیر غیرت د هرچا د خیال دنیا جوړه او د اوښکو حلقو به یې د لیدو لار ور خړه پړه کړه او په څپاندو ګامو به په مټې د کور په لار سم او د کور په یوه ګوښه کې به دی هم د څه مهال لپاره له شهید سره په مجلس کې پاته سو.

امتي صاحبه!
ډاډه اوسه ان شاء الله موږ او تاسې هم د رسالت پیغام او د شهید په وینو سور آرمان د ټولې کفري نړۍ د زړه غوږونو ته ور ورساوه. د جبروت ستنې مو ور ولړزولې، خپله اخلاقي او په ډګر کې بریا مو ورته وښودله. ښه مو اغیزمن کړل. او پرې ومو منله، خو غبرګونونه یو ډول نه وو. چا په کلیمه طیبه خوله خوږه او زړه ښاد کړ. څوک په لارې دي او په چا بیا د اغیز کچه دومره لوړه سوه چې قرآنکریم ته د دوی په ګومان اور ور اچوي او د محمد رسول الله(ص) په حق کې بې ادبي کوي.

امتي صاحبه!
دوی تر اوسه د خپلو فرعوني حکومتونو په کلا بندۍ کې وو، په هیڅ هم نه و خبر، په ځان یې اخته کړي وو، خو لله الحمد ستا د شهادت قافلو او د غازیانو نه تمامیدونکي بهیر دا اوږده کلا بندي ماته او مسلمان انسان یې د شهادت له تصور سره یو ځای منځ ته ورننوت او پخپلو کړنو کې یې د حق لوی دفتر ور ته پرانست او د انساني فطرت په حکم یې د انسان کیدو درسونه ورته ولوستل. نوي تخنیک هم د شهید آرمان ته د رسېدو لپاره نړۍ یو کلی جوړاوه، په بیړه بیړه یې کلیوال د شهید په آرمان خبر کړل.

امتي صاحبه!
په پایله کې دا په نمرودي او هرقلي وحشت او دهشت کې را ګیر انسان له خپلو پولو را وا وښت او ځان یې په نوې او ودانه نړۍ کې له آرمانه په اغیز کې پیدا کړ د آزادۍ مفهوم یې په نښه او د لاس ته راوړو لپاره یې لیڅې ور بډ وهلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx