ورزش

نړیوال جام کواټر پایلوبه: افغان ۱۹ کلنو لوبډله سبا سریلانکا پر وړاندې میدان ته ښکته کیږي

نن ټکی اسیا (د افغانستان نولس کلنو لوبډله سبا د سریلانکا نولس کلنو لوبډلې پر وړاندې د نړیوال جام په کواټر پایلوبه کې میدان ته ښکته کیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې نولس کلنې لوبډلې بشپړ تمرینات ترسره کړي او د سریلانکا پر وړاندې سیالۍ لپاره یې چمتو والی نېولی دی.

افغان نولس کلنو لوبډلې په ګروپي سیالیو کې پي ان جي او زمبابوې نولس کلنو لوبډلو ته په ماتې ورکولو د نړیوال جام کواټر پایلوبې ته لار موندلې ده.

بل لوري ته د سریلانکا ۱۹ کلنې لوبډلې د خپل ګروپ دریواړو لوبډلو استرالیا، ویسټ انډيز او سکاټلینډ نولس کلنو ته په ماتې ورکولو د ګروپ لومړی مقام خپل کړی دی چې د افغان لوبډلې لپاره به یې ماتول یوه ننګونه وي.

خو د ۲۰۱۸م نولس کلنو نړیوال جام په کواټر پایلوبه کې هم افغان لوبډله د سریلانکا سره مخامخ شوې وه، چې افغان لوبډلې د ۳۲ منډو په توپیر بریا خپله کړې وه او نیمه پایلوبې ته یې لار موندلې وه.

ددې سربېره دواړه ۱۹ کلنې لوبډلې پنځه ځلې په نړیوال او اسیایي جامونو کې مخامخ شوي چې ۲ افغانستان او درې بریاوې سریلانکا خپلې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx