شعـــــرونه

تار د زلفو/ امين

امين وردګ

نن مې ولید پر بالښت مې تار د زلفو
ځکه راغی په توبو خمار د زلفو

زه خو هسې هم رټلی یم خوبانو
نو بیا څه دی پر بستر مې کار د زلفو

نازدانې نجونې مې ولیدې خوشالې
خدایه شکر چې شو تود بازار د زلفو

یو تر بل چې سره اوړي دا یې خوی دی
ته نو ولې پر ځان وړې آزار د زلفو

نوکري د پېغلو نه کوي (امین) دی
ځکه خوب ته یې راغلی مار د زلفو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx