ټولنیزه برخه

انسان جوړونه

ژباړه: شرر ساپی

لرغونو چینایانو عزم وکړ چې په امن کې ژوند وکړي، نو د چین ستر دیوال یې جوړ کړ… باوري شول چې په دېوال څوک نه شي وراوښتلی، په لومړي کلونو کې پرې درې ځل برید وشو!

پلي ځواکونو اړتیا نه لرله چې دیوال سوری کړي او یا پرې ورواوړي..!

هر ځل به یې ساتونکی ته رشوت ورکاوه او له دروازې به ورننوتل.

چینایان د دیوال په جوړولو بوخت شول، خو د ساتونکي جوړول یې هېر کړل…

نو انسان جوړونه د هرې ودانۍ له جوړولو مخکې ده .. او دې ته زموږ د نن ورخې زده کونکې زخته اړتیا لري..
یو مستشرق وایي:
که غواړې چې د یو ملت تمدن ړنګ کړې، نو په درې وسیلو شونی دی:
1/ کورنی نظام ړنګ کړه
2/ تعلیم ړنګ کړه.
3/ ايډیال او مخور شخصیتونه له منځه یوسه
که کورنۍ ړنګوې:له مور نه د مورولۍ رول واخله
که تعليم ړنګوې : استاذ ته په ټولنه کې ارزښت مه ورکوه، مقام یې راټیټ کړه چې زده کونکي هم ورته په سپکه وګوري.
که ایډیالونه له منځه وړې : نو (پوهان، عالمان) وځپئ، د هغوی مقام راټیټ کړئ، څو یې خلک خبره وانه وري.

که (بیداره او ځیرکه مور) (مخلص ښونکی) او (ایډیال شخصیت) راوپرځي نو څوک به تنکي زلمیان په ارزښتونو سنبال وروزي!!

كتاب: قراءة المستقبل

دكتور مصطفى محمود

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x